Language

د دوو قوماندانانو په ګډون ١٤ وسله وال ووژل شول

غزني (پژواک ۶ چنګاښ ۹۲) : چارواکي وايي، چې د غزني ښار اړوند او  اندړو ولسوالۍ کې يې د دوو قوماندانو په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان وژلي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د غبرګولي په ٦مه پژواک اژانس ته وويل،چې پوليسو تېره شپه د خشک په سيمه کې د وسله والو قوماندان حاجي خيال او د هغه درې ملګري ووژل.

نوموړى وايي، چې حاجي خيال د غزني ښار په وروستۍ ناامنۍ او نورو امنيتي پېښو کې لاس درلود.

د زاهد په خبره،د وسله والو قوماندان او درې ملګري يې په يو سراچه موټر کې سپاره وو، چې د پوليسو له کمين سره مخ شول.

د امنيه قوماندان په خبره،په نښته کې پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د يو بل خبر له مخې،د غزني په اندړو ولسوالۍ د عاشقوالو په کلي کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد د يوه قوماندان په ګډون لس وسله وال وژلي دي.

د غزني د والي سکرټر نبي جان وايي،چې تېر مازيګر  وسله والو طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته بريد وکړ،چې وروسته د سيمه ييزو پوليسو مرستې ته د ناټو ځواکونو چورلکې ور ورسېدې.

نبي جان پژواک ته وويل،په هوايي بريد کې د قاري حافظ په نوم د وسله والو قوماندان له خپلو ٩ ملګرو سره وژل شوى او څلور نور وسله وال ټپيان دي.

د ده په وينا،د وژل شويو مړي اوس هم په سيمه کې پاتې دي،خو زياتوي،چې په جګړه کې نه سيمه ييزو پوليسو او نه هم د سيمې خلکو ته کوم زيان  رسېدلى دى.

وسله والوطالبانود دغو پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.