Language

 جلال اباد(پژواک،٦چنګاښ٩٢): په لغمان ولايت کې د يوه سيمه ييز پوليس په ګډون ، پنځه تنه ووژل شول.

 د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې نن ماسپيښن دوه نيمې بجې د لغمان ولايت مرکز اړوند د عمرزيو په قصابانو کلي کې په يوه کرولا موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه    وشوه.

 هغه زياته کړه، چې په چادونه کې څلور عام وګړي او يو سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

 د والي وياند وويل، چې د وسله والو مخالفينو له لوري د سړک پر غاړه ماين ځاى پر ځاى شوى و، چې د چاودنې له امله يې يو ملکي وګړى ټپي شوى هم دى.

 طالب وياند ذبيح الله مجاهد د چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى، خو ادعا کوي، چې دلغمان په عمرزيو کې دماين په چاودنه کې دسيمه ييزو پوليسو د قوماندان سميع الله په کډون  پنځه تنه سيمه ييز پوليس يې وژلي دي.

 د يادونې ده، چې  درې مياشتې وړاندې د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې پر يوه خره د تړل شويو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې يو سيمه ييز پوليس هم وژل شوى او درې ملکي وګړي ټپيان شوي وو.

Related Topics