هرات( پژواک ٦ چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي،چې د هرات د اومې امنيتي حوزې امر له خپلو څلورو ساتونکو سره او په فراه کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي د چنګاښ په ٦مه پژواک اژانس ته وويل،چې د اومې امنيتي حوزې امر سمونوال علي احمد تېره شپه د وسله والو د يوه کمين په ترڅ کې ووژل شو.
نوموړى وايي، علي احمد په انجيل ولسوالۍ کې ، چې دغه ولسوالي د هرات ښار اوومې امنيتي حوزې ته څېرمه پرته ده ، د ګزمې پرمهال د وسله والو تر بريد لاندې راغى.
احمدي زياتوي،چې په پېښه کې يو پوليس ټپي شوى او دغه راز بريد کوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ، خو دقيقه شمېره يې ونه ښوده.
د يو بل خبر له مخې، د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د ملي اردو درې سرتېري وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.
د پشت رود ولسوال غوث الدين د چنګاښ په ٦مه پژواک ته وويل،چې چاودنه پرون مازيګر په داسې مهال رامنځ ته شوه،چې د ملي اردو د سرتېرو يو ټانک د فراه له ښاره خپلې پوځي اډې ته روان و.
طالبانو د هرات د پېښې په اړه څه نه دي ويلي،خو قاري يوسف احمدي د د فراه په خاک سفيد کې د ملي اردو د دوو ټاکونو د ويجاړېدو او د ملي اردو د څلورو سرتېرو د وژل کېدو او درېيو نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.