Language

په تخار کې د جهادي شورا پلويانو لاريون وکړ

تالقان (پژواک ٧ چنګاښ ٩٢): د تخار ولايت د جهادي شورا غړو او پلويانو په تالقانو ښار کې په پنځمه ورځ د لاريون  په تر سره کولو سره د ياد ولايت د سيمه ييزو چارواکو په ګوښه کولو ټينګار وکړ.

نن له دوه زرو څخه زيات کسان د تالقانو د ښاروالي په چمن کې سره راغونډ شول او له هغه وروسته يې د مرکزي چوک په لوري خپل لاريون وغځاوه.

هغوى په خپلو شعارونو کې ويل، چې عدالت غواړي او د دغه ولايت د والي، امنيه قوماندان او د ملي امنيت د رييس ګوښه کېدل غواړي.

لاريون کوونکي ادعا کوي، چې ياد درې چارواکي د تخار د پخواني امنيه قوماندان خيرمحمد په ګوښه کولو کې لاس لري؛ هغه بايد يو ځل بيا وټاکل شي او يا هم د جهادي شورا کوم غړى د امنيه قوماندان په توګه وټاکل شي.

هغوى وايي، د مجاهدينو شورا يوه مياشت وړاندې د ولسي جرګې د پخواني غړي پيرام قل په مشرۍ، د پخوانيو جهادي قوماندانانو او ټولو قومونو په ګډون جوړه شوې ده؛ خو غړو ته يې د تخار په سيمه ييزو ادارو کې کومه ونډه نه ده ورکړل شوې. د تخار والي او امنيه قوماندان په ګډون سيمه ييز چارواکي دې له دندو ګوښه او پر ځاى دې د دغې شورا غړو ته ونډه ورکړل شي.

د لاريون يوه ګډونوال د دشت کلا ولسوالۍ اوسېدونکي غلام سرور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هغوى د تخار ولايت له ١٦ ولسواليو څخه دلته راغلي او خپل حق غواړي.

هغه وويل چې لاريونونه به يې تر هغه دوام وکړي، څو خپلو غوښتنو ته نه وي رسېدلي.

لاريون کوونکو له ځانونو سره خېمې هم راوړې او وايي، چې د ښاروالي په چمن کې يې وهي.

د کلفګان ولسوالۍ اوسېدونکي محمد رفيق وويل:  “موږ به شپه او ورځ تر هغه په دې خېمو کې ويده يو، چې سيمه ييز چارواکي لرې او پر ځاى يې د مجاهدينو شورا غړو ته ونډه ورکړل شي.”

دغه لاريونوال زياته کړه، هغوى به ټولې مواصلاتي لارې هم وتړي.

په داسې حال کې، چې امنيتي ځواکونو ټينګ امنيتي تدابير نيولي، له هغه سره سره د لاريون کوونکو په منځ کې په راکټ، ګرينوف او کلاشينکوف سنبال کسان ليدل کېدل.

خو د تخار والي وياند سيد سليمان مرادي وايي، د دغه ولايت په ټولو ادارو کې قومي جوړښت ته پوره پام شوى او د هېواد د ټولو قومونو کسان په کې شتون لري.

هغه پژواک ته وويل، که چېرې لاريون کوونکي د سيمه ييزو چارواکو په اړه د غيرقانوني کړنې کوم سند په لاس کې لري، نو وړاندې دې کړي، چې په اړه يې څېړنه وشي.

مرادي وويل، چې لاريون د هېواد د هر غړي مسلم حق دى، خو په ښارونو کې بايد لاريونونه تر سره نه شي او ټولنيز نظم خراب او مواصلاتي لارې بندې نه شي.

خو  بل پرون بيا ځينو کسانو د تخار په بهاوالدين ولسوالۍ کې د مجاهدينو شورا د لاريون په غبرګون کې لاريون وکړ او هغوى د مجاهدينو شورا غوښتنې له تعصبه ډکې او د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په موخه وبللې.

هغوى ويل، چې د دولت، امنيه قوماندان او د والي د کار مودې د عځېدو په ملاتړ يې لاريون کړى او که چېرې هغوى له خپلو دندو لرې کړاى شول، نو له دولت سره به هېڅ ډول مرسته ونه کړي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.