پروان (پژواک ٧ چنګاښ ٩٢): د پروان په کوه ساپي ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يوه ٣٠٠ کسيزه قطعه ځاى پر ځاى کېږي چې د يادې سيمې خلک يې د دې ولسوالۍ په امنيت راوستو کې اغېزمن بولي.
دغه قطعه په دې وروستيو کې د کورنيو چارو وزارت له لوري منظور شوې، چې له دې ډلې اتيا تنه يې تر روزنې لاندې دي او پاتې نور به وروسته ترينينګ شي.
د کوه ساپي ولسوال سيف الله بيدار د چنګاښ په اومه نېټه پژواک اژانس ته وويل: ((دغه کسان د سيمې د خلکو په ضمانت انتخاب شوي او د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې ځاى پر ځاى شوي دي.))
هغه زياته کړه، چې د دغو پوليسو په راتلو به د دې ولسوالۍ په امنيت کې مثبت بدلون رامنځته شي.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، دغه پوليس به له روزنې وروسته په پوستو کې توظيف او د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې به د امنيت د ټينګښت په موخه ځاى پرځاى شي.
بلخوا د يادې ولسوالۍ يو شمېر خلک هم د سيمه ييزو پوليسو کومارنې ته خوښ دي او هرکلى يې کوي.
د کوه ساپي يو مخور او قومي مشر جاجي ګل اغا وايي: ((د شپې مهال زموږ په ډېرى کلو کې مخالفين ګرځي، له دې چې خلک ځوروي، خلک وېرېږي، له کورونو د باندې نه شي راوتلاى.))
دغه سپينږيري په داسې حال کې چې د پوليسو له کموالي يې يادونه وکړه، خوښي يې څرګنده کړه چې د سيمه ييزو پوليسو په راتلو به مخالفين له سيمې ووځي او غله به هم ورک شي.
بريالي، چې نوى په سيمه ييزو پوليسو کې جذب شوى او د کوه ساپي د مندي قول کلي اوسېدونکى دى، وويل: ((د خپلې علاقې له مخې په سيمه ييزو پوليسو کې شامل شوم، د سيمې امنيت مو ښه نه دى، غواړم امنيت ښه شي.))
د کوه ساپي د ولسوال د معلوماتو له مخې، دغو پوليسو ته سربېره په دې چې پوره امکانات ورته په پام نيول شوي، د مياشتې به ٩زره افغانۍ معاش او ١٣٠٠ افغانۍ به د بدل اعاشي په ډول ورکول کېږي.