کابل (پژواک ٧ چنګاښ ٩٢): د افغانستان لپاره د امريکا د څار عمومي اداره وايي، چې افغان ځانګړو ځواکونو ته دې د روسۍ ٤٨ چورلکو او بار وړونکو الوتکو د پېرلو قراداد ودرېږي.
د امريکا دفاع وزارت لس ورځې مخکې اعلان کړى و، چې له روسي ((روزو بورون اکسپرت)) په نوم شرکت سره يې د ٥٥٤ ميليونه ډالرو په ارزښت د ٣٠ (Mi-17s) چورلکو د پېرلو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
خو د افغانستان لپاره د امريکا د څار د عمومي ادارې (SIGAR) په نوي راپور کې، چې نن (د چنګاښ ٧مه) خپور شوى، راغلي، چې د دغو چورلکو د پېرلو په صورت کې به افغانان ونه شي کولاى دغه چورلکې وکاروي او ويې ساتي.
د دغه ٤٠ مخيز راپور له مخې، چې افغان هوايي ځواکونه د مسلکي انساني ځواک په برخه کې د وړتياوو له کموالي سره مخ دي.
دغه راز د امريکا دفاع وزارت له ((سيرا نوادا)) شرکت څخه د PC-12 په نوم د ١٨ بار وړونکو الوتکو د پېر لپاره ٢١٨ ميليونه ډالر ځانګړي کړي، څو په مرسته يې افغان ځانګړي ځواکونه وکولاى شي د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد عمليات مخې ته بوځي.
سيګار دغه راز غوښتي، تر هغو چې د دې ځانګړې قطعې د بشپړ استخدام او د اړتيا وړ کسانو د روزنې ستونزې نه وي لرې شوې، د دغو الوتکو پېر دې ودرېږي.
دغه سازمان ويلي، چې د ١٣٩٤ کال د غبرګولي تر مياشتې دې د برنامو له مخې د افغان ځانګړي هوايي ځواک د متخصصينو شمېر ٨٠٦ تنو ورسېږي خو د هغو له رامنځته کېدو تر يوه کال د ډېر وخت په تېرېدو ١٨٠ تنو، چې ٤٢ پيلوټان، ٣٢ انجنيران، ٨٦ تخنيکي کسان او ٢٠ امنيتي کارکوونکي په کې شامل دي، روزنه ليدلې ده.
د افغانستان د ځانګړو هوايي ځواکونو د رامنځته کېدو په پروسه او د هغوى د اړتيا وړ تجهيزاتو د پوره کولو په اړه دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې مخکې له دې د افغانستان دفاع وزارت د ځينو بار وړونکو الوتکو د زوړ والي خبر ورکړى و.
د دفاع وزارت د چارواکو په وينا، ١٦ باروړونکي سي- ٢٧ الوتکې، چې د امريکا له خوا په ٦٠٠ ميليون ډالرو پېرل شوې، د زړښت له امله د کارولو وړ نه دي.
دغه الوتکې د ملي اردو سرتېرو د لېږد رالېږد او اکمالاتو لپاره پېرل شوې وې.
د دفاع وزارت چارواکي وايي، چې افغانستان د ډاکتر نجيب د حکومت تر نسکورېدو مخکې يو پياوړى هوايي ځواک درلود، چې له بده مرغه د تنظيمي جګړو او طالبانو په رامنځته کېدو له منځه ولاړ.
د افغانستان دولت اعلان کړى، چې د هوايي ځواکونو بيارغونه د لومړيتوبونو په سر کې ده او غواړي دغه بهير د داخلي بودجې له لارې او د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ناټو غړو هېوادونو په مرسته په جدي ډول ترسره کړي.
د افغان هوايي ځواکونو تجهيز له امريکا سره په امنيتي تړون کې د افغانستان يو له شرطونو شمېرل کېږي.
اوس مهال د دفاع وزارت له خوا له سلو زياتې بېلابېلې الوتکې د امنيتي ځواکونو د لېږد رالېږد او هغوى ته د اکمالاتو لپاره کارول کېږي او دغه راز په دننه او بهر کې د هوايي ځواک د پيلوټانو او متخصصينو د روزنې پروګرام دوام لري.