Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سپین غر پړانګانو داتصالاتو شپږیزې اتلولي خپله کړه

کابل (پژواک ۷ چنګاښ ۹۲) دافغانستان کرکټ بورډ په نوښت د اتصالات شپږیزې په نامه د زونونو ترمنځ د کرکټ شل اووریزو سیالیو په پای لوبه کې د سپین غر پړانګانو د امونهنګانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددې سیالیو اتلولي خپله کړه.

دا  سیالۍ د غبرګولي په ۳۱مه، د پنځو زونونو، سپین غر پړانګانو، امونهنګانو، بست ساتونکو، بندامیر بازانو او مس عینک اتلانو په ګډون سره پیل او نن د چنګاښ په ۷مه، پای ته ورسیدې.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پای لوبې  پچه د سپین غر پړانګانو لوبډلې کپتان حمید حسن وګټله  او لومړی یې پخپله د بیټنګ پریکړه وکړه. د پړانګانو لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې یې داتو لوبغاړو په سوځیدو یې ۱۷۰ منډې جوړې کړې او د آمو نهنګانو ته  یې د ۱۷۱ منډو هدف کیښود.

د پړانګانو له لوري شفیق الله شفق په زړه پورې لوبه وکړه او د شپږو شپږیزو په ملتیا یې ۸۱ منډې  وکړې، دغه راز کریم صادق ۴۰ او نسیم سرخرودي ۲۴ منډې  وکړې.

د امو نهنګانو له لوري میرویس اشرف ۳ او عبدالله مزاري یو لوبغاړی وسوځاوه.

دامو نهنګانو ددغه لوی هدف په تعاقب کې ډیره ښه لوبه پیل کړه ، په ځانګړې توګه عثمان خان ۳۹  او سمیع الله شینواري ۶۶ منډې وکړې او پړانګانو سره یې لوبه برابره کړه.

د نهنګانو له لوري عبدالله عادل دوه او حمید حسن یو لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې تر برابریدو وروسته  لوبڅارانو د سوپر اوور  پریکړه وکړه. لومړی بیټنګ دامو نهنګانو وکړه او د حمید حسن په یوه اوور کې عثمان خان او سمیع الله شینواري ۱۰ منډې وکړې او پړانګانو ته یې د ۱۱ منډو  هدف ورکړ.

د پړانګانو له لوري شفیق الله شفق او کریم صادق لوبې  ته راووتل، کریم ډیره په زړه پورې لوبه وکړه او په دریو بالونو یې یاد هدف  ترلاسه او اتلولي یې خپله کړه.

شفیق الله شفق د پای لوبې او کریم صادق د ټورنامنټ غوره لوبغاړی اعلان شو. دغه راز میرویس اشرف غوره بالر او عثمان خان د سیالیو ځوان لوبغاړی اعلان شو.

په پای کې د جوایزو ، انعامونو او تقدیرنامو مراسمو ترسره شول چې پکې د مشرانو  جرګې مشر فضل هادي مسلمیار، د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال، سلاکار وزیر او دافغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود، د کندوز والي محمد انور جګدلک، د ولسي جرګې وکیل امیر خان یار، د شمشاد تلویزیون مشر حاجي فضل کریم فضل، د اتصالاتو استازی  کفایت الله نبي خیل او نورو کسانو برخه برخه اخیستې وه.

دغو مشرانو ددواړو لوبډلو پر لوبغاړو، روزونکو، منیجرانو، لوبڅارانو ، سکوررانو او نورو هغو کسانو چې په دې سیالیو کې رغنده رول رول لوبولي وو، مډالونه او جایزې وویشلې.

دافغانستان کرکټ بورډ لوی رییس شهزاده او د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د اتلې لوبډلې کپتان حمید حسن ته داتلولۍ جام وسپارلو.

د افغانستان کرکټ لوی رییس شهزاده مسعود ددې سیالیو په ترسره کولو کې د اتصالاتو، خپلواک شرکت افغانستان نړیوال بانک او شمشاد تلویزیون له همکاریو څخه مننه وکړه.

هغه زیاته کړه چې له دې سیالیو څخه نه  یواځې پیاوړي لوبغاړي رابرڅیره شول بلکې د کرکټ مینه والو ته  د تلویزیون له لارې او په میدان کې خوندوره لوبه نندارې ته وړاندې شوه.

د امونهنګانو کپتان میرویس اشرف د خپلې لوبډلې ستاینه وکړه او ویې ویل چې ډیره ښه لوبه یې وکړه او په اصل کې دوی لوبه بایللې نه ده.

 هغه دافغانستان کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چې دا ډول سیالۍ یې په لاره واچولې چې نه یوازې لوبغاړو ته د ښې لوبې او تمریناتو زمینه برابره شوه بلکې د کرکټ مینه والو ته هم ښه سرګرمي برابره شوې وه.

د سپین غر پړانګانو د اتلې لوبډلې کپتان حمید حسن هم پخپل وار سره د کرکټ بورډ او مینه والو څخه د مننې ترڅنګ وویل  چې دواړو لوبډلو ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

نوموړي زیاته کړه چې په دې سیالیو کې ډیرو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی و، چې د ملي لوبغاړو سره یو ځای لوبې ترسره کړي او له مشرانو لوبغاړو څخه دوی ښه تجربه ترلاسه کړه.

ددې لوبې نندارې ته زرګونه مینه وال اغلي وو او د خپلې خوښې لوبډله یې تشویقوله.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.