چاريکار (پژواک ٨ چنګاښ ٩٢): د پروان ولايت په مرکز کې د ګلغونډۍ په تفريحي سيمه کې د اور لګېدو له امله د ارغوان نږدې دوه سوه ونې د اور خوراک شوې.
ګلغونډۍ د پروان ولايت يو ستر تفريحى ځاى دى، چې د پروان، کابل او يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکي، چې شمېر يې د جمعې او رخصتيو په ورځو کې سلګونو کسانو ته رسېږي، د دغه ځاى ليدو ته ورځي او ټوله ورځ د ارغوان ونو تر سيورو لاندې تېروي.
په دغه ځاى کې د ارغوان په سلګونو ونې شتون لري.
دې غونډۍ ته د نږدې سيمې اوسېدونکى سيرميرزا نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر مازديکر په ناڅاپئ ډول د دې غونډۍ په زنانه بڼ کې اور ولګېد.
نوموړي زياته کړه، چې خلکو د دغه اور په اړه له خبرېدو سره سم پروان ښاروالۍ ته په ټيلېفون احوال ورکړ.
هغه زياته کړه، چې د سيمې خلکو د اور په مړ کولو لاس پورې کړ او وروسته بيا ښاروال او د دې ادارې کار کوونکي هم د پېښې ځاى ته ورسېدل او بل شوى اور يې د شپې تر اوو بجو مړ کړ.
نوموړي زياته کړه، چې يو شمېر روږدې دغه تفريح ځاى ته راځي او ښايي چې اور هم د هغوى د کوم نيم سوي سګرټ څخه رامنځته شوى وي.
د پروان ښاروال خواجه روح الله صديقي هم په دغه تفريح ځاى کې، په نشه يي توکو د روږدو شتون رد نه کړ، خو ويې ويل، چې د اور لګېدنې اصلي لامل لا هم نه دى څرګند.
هغه د ارغوان د دوو سوو ونو په سوځېدو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل، چې ممکن دغه کار په قصدي توګه شوى وي، ځکه چې په وينا يې ځيني کسان دلته د ښځينه بڼ له شتون سره مخالفت لري.
نوموړي زياته کړه، چې تېره شپه يې د اور وژنې له وسايلو ځکه ګټه نه ده اخيستې، ځکه چې ياده ساحه سړک نه لري.
يو شمېر کسان بيا د ګلغونډۍ د امنيت غوښتنه کوي.
د چاريکار ښار د لومړۍ حوزې امر سمونوال عبدالرقيب وويل، چې پوليسو د ښه امنيت راوستو لپاره په دې سيمه کې خپلې ګزمې زياتې کړې، څو هلته د کوڅه ډبو کسانو د ناستې ولاړې مخه ونيول شي.