Language

د هلمند چارواکي کوکنار تر جګړې خطرناک بولي

لښكرګاه (پژواك ۸ چنګاښ ۹۲): "په هلمند ولايت كې د وسله والو طالبانو تر فعاليتونو د نشه يي توكو كر، قاچاق او استعمال لويه ننګونه ده."

دغه څرګندونې د هلمند مرستيال والي احمد مسعود بختور د نشه يي توكو د مخنيوي په اړه د جوړه شوې غونډې پر مهال وكړې.

نوموړى وايي، چې په تېرو دوولسو كلونو كې په هلمند كې د كوكنارو د کر د مخنيوي لپاره يوه سمه تګلاره نه ده جوړه شوې.

د ده په خبره، له همدې امله ډېرو كروندګرو د كوكنارو كركيلې ته مخه كړې، چې په ترڅ كې يې اوسمهال تر ۹۰ زره زيات ځوانان پر نشه يي توكو روږدي دي.

نوموړي تر غونډې وروسته پژواک اژانس ته وويل، چې د کوکنارو د مخنيوي لپاره ډېرې هڅې شوې دي، خو تر دې مهاله يې کچه نه ده کمه شوې او په دغه ولايت کې شته نا امنۍ هم د کوکنارو له کر او قاچاق سره تړلې دي.

د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې رييس سيداحمد ورور هم په دې غونډه کې زياته کړه، چې كروندګرو ته يواځې د تخمونو وركړه ښه بديل نه شي کېداى بايد محصولاتو ته يې بازار هم وموندل شي.

نوموړي وويل، که ځوانانو ته نور مناسب کارونه وموندل شي د نشه توکو په توليد او قاچاق کې به ډېر کمښت راشي.

دى زياتوى، په ځينو سيمو كې چې پراختيايي كارونه شوي، د كوكنارو په كركيله كې د پام وړ كموالى راغلى او امنيت يې هم ښه شوى دى.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس وايي، چې په هلمند كې د نشه يې توكو توليد ۵۷ سلنې ته رسېږي، چې د ټول هېواد په کچه ډېر نشه توکي په هلمند کې توليديږي.

د هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم د كروندګرو او بزګرو د محصولاتو لپاره په بازار موندنه ټينګار کوي او وايي، چې دا موضوع يې له امريكايي چارواكو سره شريكه كړې او هيله من دى ، چې په دې برخه كې به مثبتې پايلې په لاس راوړي.

والي پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې په راتلونكي كې د كوكنارو د مخنيوي په برخه كې د پراختيايي كارونو د ترسره كولو پلان لري، له دې امله به د کوکنارو په کښت کې کموالى راشي او امنيت به هم ورسره ټينګ شي.