Language

سلګونه سوداګرو د تېلو واردات بند کړي دي

هرات ( پژواک ٨ چنګاښ ٩٢) :په هرات کې سلګونه سوداګرو د اعتراض په ډول خپل ټانکرونه له دې امله درولي،چې په اسلام کلا کې د نورم او سټنډرډ ادارې له لوري جوړ شوى لابراتوار له اندازې زياتې پيسې اخلي.

دغه سوداګر،چې نن د چنګاښ په ٨مه د هرات د سوداګرۍ خونو رياست ته ورغلي وو،شکايت يې کاوه،چې د تېلو د هر ټانکر د کتنې په بدل کې ترې ٦١٨ امريکايي ډالره اخيستل کيږي.

له ايران څخه د تېلو يو تن راوړونکي سوداګر حاجي عين الدين پژواک اژانس ته وويل،چې د هر ټانکر د کتنې په بدل کې ددومره زياتو پيسو د ورکړې توان نه لري.

هغه زياتوي، له هغه ورځې ،چې د تېلو د کتنې لابراتور کار پيل کړى، د تېلو سوداګرو د اعتراض په ډول په اسلام کلا او تورغنډۍ کې د افغانستان له خاورې د باندې خپل ٧٠٠ ټانکرونه درولي دي.

د تېلو يو بل سوداګر حاجي کمال هم نيوکه کوي،چې د تېلو د کيفيت د کتنې دستګاه کوم هندي شرکت ته په اجاره ورکول شوې،چې ګټه يې هند تر لاسه کوي او زيان يې بيوزله افغانانو ته رسيږي.

نوموړى وايي، که دوى په هر ټانکر دومره زياتې پيسې ورکړي ، نو دوى ناچاره دي،په خپلو تېلو کې د تاوان د مخنيوي په خاطر تېل په لوړه بيه وپلوري.

خو په هرات کې د نورم اوسټنډرد ادارې مشر امين الله امين، د سوداګرو ادعا ناقانونه بولي او زياتوي،چې د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې، د تېلو د کيفيت کتنه او کنټرول هندوستان ته سپارل شوي دي.

هغه زياته کړه،چې د تېلو سوداګر له دې لارې غواړي د بې کيفيته تېلو واردولو ته لاره پرانيزې او په دې توګه د تېلو د کتنې او کنټرول د لابراتوار مخالفت کوي.

دا په داسې حال ده،چې د نورم او اسټنډرډ ادارې د هېواد په ټولو لويو بندرو کې د تېلو د کتنې او کنټرول ورته لابراتوارونه جوړ کړي دي.

د هرات ښار يوتن ټکسي چلوونکي نورشاه په دې خوښي وښوده،چې هيواد ته د با کيفيته تېلو واردات به د هوا د ککړتيا او دغه راز د ماشينونو د خرابۍ مخه ونيسي.

د ده په وينا،٦١٨ ډالره ډير زيان نه دى لوى ټانکرونه ډير تېل راوړي،چې سوداګرو ته زيان نه لري.

په هرات کې د نورم او اسټنډرډ ادارې له لوري د تېلو د کيفيت د کتنې او کنټرول دغه دستګاه تېره اونۍ د چنګاښ په درېيمه پرانيستل شوه.

 

Related Topics