جلال اباد (پژواک ٨ چنګاښ٩٢): په ننګرهار ولايت کې د سختې ګرمۍ او برېښنا د کموالي له امله خلکو ته د نورو ستونزو ترڅنګ بېلابېل ډول ناروغۍ پيدا شوې دي.
په دې وروستيو کې د ننګرهار په ولايت کې د تودوخې درجه له ٤٥ څخه هم اوښتې ده، چې د برېښنا د پرچاوۍ او نشتوالي له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير د چنګاښ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ګرمۍ د زياتوالي له امله د ملاريا، محرقې او اسهالاتو ناروغي زياته شوې ده.
د نوموړي په وينا، د اوړي په موسم کې د هوا له ګرمېدو سره د ملاريا ناروغي درې چنده، د محرقې دوه چنده او د اسهالاتو ناروغي درې چنده زياته شوې ده.
دى وايي، چې که څه هم د ننګرهار په ملکي روغتون او د ولسواليو په روغتيايي مراکزو کې دوى د يادو ناروغيو د تداوۍ په موخه درمل او نور لوازم لري، خو بيا هم په يو شمېر مراکزو کې د مرکزي روغتون سربېره د چپرکټونو له ستونزې سره مخ دي.
ډاکټر زهير وايي: ((مراجعين زيات دي مګر د بستر لپاره زموږ وسايل کم دي))
د ملکي روغتون رييس زياتوي، چې د ناروغانو ډېره برخه ماشومان جوړوي.
نوموړى پر ټولو هېوادوالو غږ کوي، چې د اوړي پر موسم کې دې په خپلو ماشومانو پام وکړي، تر څو له ناروغۍ په امان وي.
د جلال اباد ښار ګڼ شمېر اوسېدونکي د اوړي موسم په را برېدو سره له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
په دغه ښار کې د برېښنا نه شتون، د نفوس زياتوالي او د نورو اړينو وسايلو نه شتون هغه څه دي چې د دغه ښار اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ کړي دي، او همداراز يې د روغتونونو بازار هم ګرم کړى دى.
نوموړي د يادو ټولو ناروغيو د زيادښت لامل د برېښنا نه شتون په ګوته کوي او وايي، چې که چېرې برېښنا موجوده وي نو د ژوند ټول سهولتونه رامنځته کېږي.
د جلال اباد ښار د قصبې اوسيدونکى اميد حيران پژواک اژانس ته وويل چې سږ اوړي په ر ارسېدو سره د دوى په سيمه کې برېښنا هم ورکه شوې ده.
ده وويل چې کله ناکله د ورځې له مخې د يوه ساعت لپاره راشي، خو د شپې له خوا بيخي نه راځي.
حيران وايي: ((اصلاً خبره د برقيانو ده،دوى د جنراتورونو والا سره خبره کړې او په کومو سيمو کې چې جنراتورونه دي، هلته دولتي برېښنا نه خوشې کوي.))
د هغه په وينا، جنراتوري برېښنا يو کيلوواټ په ٥٠ افغانۍ پلورل کېږي، چې د ډېرى غريبو خلکو ورته وس نه رسيږي.
د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي استاد سيدغني غني وايي، چې هره ورځ يې په کور کې يو کس د ملاريا او يا هم د محرقې په ناروغۍ اخته وي.
نوموړى وايي، چې له يوې خوا ګرمي زياته شوې، له بل پلوه په ښار کې ناپاکي تر اوجه رسيدلې او برېښنا هم په نشت حساب ده.
ده زياته کړه: ((زموږ هيله له دولته نه دا ده چې د برېښنا غم دې وخوري او د زورواکانو پر ځاى دې غريبو ته ورکړي، ځکه دوى د هېڅ شي وس نه لري))
نوموړى وايي چې په ننګرهار کې د جرناتوري برېښنا لپاره هم کومه ټاکلې اندازه نه ده مالومه، هر څوک په خپل سر د کيلوواټ لپاره بيه ټاکي.
غني وايي: (( ٥٠ افغانۍ يو کيلوواټ دى، دا غريب ولس هره شپه ٣٠٠ افغانۍ ورکولى شي))
پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د ننګرهار د برېښنا رياست نظر واخلي، خو ونه توانېد.