جلال اباد(پژواک٨چنګاښ٩٢): د ننګرهار په بتي کوټ ولسوالۍ کې ددولت ١٦ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د چنګاښ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د بټي کوټ ولسوالۍ د څلورم فارم، درېيم فارم، کمپنۍ، شينواري کلا او سه پايو مارکيټ سيمه کې د مخامخ نښتو په ترڅ کې شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او لس نور ټپيان دي.
نوموړى وايي ، چې ددې عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
همداراز مشرقيوال زياتوي، چې په تېرو څو ورځو کې يې څو کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
د سيمې اوسېدونکى حاجي افسر وايي،چې د جمعې ورځې د سهار په نښته کې سه پايو د سيمې د يوه اوسيدونکي په کور کې د هوان مرمۍ لګيدلې، چې له امله يې يوه ماشومه وژل شوې او دوه نورې خويندې يې ټپيانې شوې دي.
يوې امنيتي سرچينې د نوم د نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د تېرې يوې اونۍ را هيسې د بټي کوټ ولسوالۍ په بيلابيلو سيمو کې ١٤ ځله نښتې شوي، چې له امله يې څلور پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي ، چې دوه پوليس د درېيم فارم په سيمه کې وژل شوي او دوه نور د سپين خوړ په سيمه کې په مخامخ نښته کې وژل شوي او دوه ټپيان دي.
خو امنيتي سرچينو تر اوسه دا خبره نه ده تاييد کړې.
وسله والو طالبانو تر اوسه ددې نښتو په اړه څه نه دي ويلي.
ياده دې وي ، چې په دې وروستيو کې د ننګرهار بټي کوټ او هسکه مېنې ولسوالۍ هره ورځ د بريدونو شاهدې وي، چې اوسېدونکي يې له ناامنيو شکايت کوي.