غزني (پژواک ۸ چنګاښ ۹۲): امنيتي چارواکي وايي، چې په غزني اوميدان وردګو ولايتونو کې يې د عملياتو په ترڅ کې ٤٣ وسله وال وژلي دي.
د ٢٠٣ تندر قول اردو وياند ډګروال احمدجان مخلص د چنګاښ په ٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې د غزني په اجرستان او اندړو ولسواليو کې يې له تېرو دوو ورځو د نجات په نوم پوځي عمليات پيل کړي دي.
د نوموړي په خبره، په دې موده کې يې په اجرستان او اندړو کې ٢٠ وسله وال وژلي دي.
د ده په وينا، په عملياتو کې څلور وسله وال ټپيان شوي هم دي او دغه راز په اجرستان او اندړو کې يې يوه اندازه وسله او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د همدې سرچينې د معلوماتو له مخې، د غزني په ګيلان، قره باغ او ده يک ولسواليو کې يې هم ٧ وسله وال وژلي دي.
هغه زياته کړه، چې په عملياتو کې امنيتي ځواکونو او خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد هم وايي، چې د نجات په نوم پيل شوي عمليات په بري سره روان دي.
هغه زياتوي، چې د عملياتو په ترڅ کې به په يادو سيمو کې د سيمه ييزو پوليسو فعاليت ته هم زمينه برابره شي.
د تندر قول اردو وياند زياتوي، چې تېره شپه يې په ميدان وردګو کې د عملياتو پر مهال ١٦ وسله وال وژلي دي.
هغه زياتوي، دغه عمليات افغان ځواکونو ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې يوه زياته اندازه وسله او مهمات هم ونيول.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د لوګر په پل علم او بره کي برک کې هم د نجات په نوم پوځي عمليات روان دي او په کې د ٢٢ وسله والو د وژل کېدو ادعا شوې ده.
وسله والو طالبانو په غزني کې د چارواکو له لوري د شوې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.