Language

کميرون: له افغانستان سره خپلې مرستې نه دروو

لښكرګاه (پژواك ۸ چنګاښ ۹۲): د انګلستان لومړي وزير ډيويډ كميرون په هلمند کې له سيمه ييزو چارواکو سره د ليدنې پر مهال له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

د هلمند د والي وياند عمر ځواك وايي، د انګلستان لومړي وزير نن (د چنګاښ ۸ مه) په لښكرګاه كې د ولايتي بيارغونې (پي ار ټي) په دفتر كې د هلمند له والي تورن جنرال محمد نعيم سره د ليدو پر مهال د خپلو مرستو ژمنه بيا تازه کړه.

ځواك وايي، د هلمند والي له کميرون څخه غوښتنه وكړه، چې د پراختيايي كارونو ترڅنګ د افغان سرتېرو په روزلو كې هم مرسته وكړي.

د ځواک په خبره، والي په لښكرګا كې د بُست هوايي ډګر د پراخېدو غوښتنه هم وكړه، څو د لويو الوتکو د الوتنو او ناستې لپاره چمتو او له دې لارې د هلمند مېوې او محصولات نړيوالو بازارونو ته ولېږدول شي.

ډيويډ كميرون د هلمند له والي سره ژمنه وکړه، چې د خپلو سرتېرو تر ايستلو وروسته به هم له افغانستان او په ځانګړې توګه د هلمند له ولايت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

 نوموړي د خبرو پر مهال د هلمند له چارواکو سره دا ژمنه هم وکړه، چې د افغان سرتېرو روزنې او تجهيز ته به لومړيتوب ورکوي، تر څو له ۲۰۱۴ كال وروسته افغان پوځ وكولى شي د ستونزو مخه ونيسي.

ډيويډ کميرون په هلمند کې د باسټن په پوځي مرکز کې د خپل هېواد له سرتېرو سره هم وليدل.

نوموړى به د نن ورځې په وروستيو کې له ولسمشر کرزي سره وګوري او له هغه وروسته به د اسلام اباد په سفر روان  شي.

Related Topics