Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل د جنايي مدير په ګډون څلور سرتېري ټپيان شول

کلات ( پژواک ٩  چنګاښ ٩٢ ) : د زابل په مرکز کلات ښار کې ديوې چاودنې له امله يو پوليس وژل شوى او د جنايي مدير په ګډون څلور نور امنيتي کارکوونکي ټپيان شوي دي.

چاودنه تېر ماښام د کلات ښار په زړه کې د سولې د ولايتي شورا د پخواني مشر محمد داود ګلزار د مېلمستون مخې ته شوې، خو نوموړي ته پکې زيان نه دی اوښتی.  

د پېښې په ځاى کې يو تن پوليس محمد افضل د چنګاښ په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په چاودنه کې د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير محمد رسول، دوه پوليس او دوه د ملي امنيت کارکوونکي ټپيان شول ، خو وروسته يوه پوليس په روغتون کې ساه ورکړه.

د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار پژواک اژانس ته ياده مرګ ژوبله تاييد او زياته يې کړه، چې د جنايي مدير په ګډون د څلورو ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.

رسوليار زياتوي، چې له پېښې سمدستي وروسته امنيتي ځواکونو پلټنې پيل کړې دي.

د سولې د ولايتي شورا پخوانى مشر  محمد داود ګلزار له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل ،چې د چاودنې موخه دی (ګلزار) و ، خو د پېښې پر مهال نوموړی په کور کې نه و .

هغه زياته کړه ، چې د کورنۍ نورو غړو ته يې هم زيان نه دی رسېدلی .

دده په خبره ، چې له چا سره شخصي دښمني نه لري او يو شمېر کسان د بهرنيو استخباراتي کړيو په لمسون غواړي هغه کسان په نښه کړي، چې د سولې په پروسه کې کار کوي.

ګلزار زياته کړه : ((که څه هم په رسمي ډول مې د سولې د شورا له رياست څخه استعفا ورکړې، خو دا چې په هېواد کې سوله زما يواځينۍ هيله ده، نو اوس هم د سولې د پروسې په کارونو کې ښکېل يم ، ځکه نو په نښه هم شوم.))

پېښه د کلات ښار په داسې ځای کې رامنځ ته شوې، چې ددې ولايت د ټاکنو کمېسيون او د ملي امنيت رياست ورڅخه شاوخوا ۵۰ متره فاصله لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.