اسعد اباد (پژواک ٩ چنګاښ ٩٢): د کونړ چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د سيد جمال الدين افغان د پوهنتو ن اړونده اداري ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
په کونړ کې د سيد جمال الدين افغان د پوهنتون رييس ميراحمد حامد د چنګاښ په ٩مه، د دغې ودانۍ د پرانيستلو په مراسمو کې وويل، چې دغه ودانۍ د لوړو زده کړو د وزارت له خوا د ١٠ ميليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې چې ١٦ خونې لري، د يوه کال په موده کې جوړه شوه.
نوموړي زياته کړه، د دغۍ ودانېۍ په جوړېدو سره به په اداري کارونو کې ښه والى راشي، ځکه چې له دې مخکې د پوهنتون اداري کارونه په يوه کرايي تعمير کې ترسره کېدل.
د ده په وينا، د پوهنتون د کرنې او مالدارۍ د پوهنځي او د ليليې د ودانيو د جوړېدو چارې به هم ژر بشپړې شي.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي بيا د لوړو زده کړو له وزارت نه غوښتنه وکړه، چې د کونړ له پوهنتون سره هر اړخيزه مرسته وکړي، ځکه دا پوهنتون نوى دى.
نوموړي د ياد پوهنتون د شرعياتو، کمپيوټر ساينس پوهنځيو او د کتابتون لپاره د ودانيو جوړېدو غوښتنه هم وکړه.
د يوه بل خبر له مخې، د کونړ مرکز ته څېرمه د سالارباغ په سيمه کې پر لوى سيند يو کېبلي پول جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د کونړد فوايد عامې رييس انجنير محمد رحيم په دې اړه پژواک اژانس وويل، دغه پول چې ١٢٠ متره اوږدوالى او درې متره پلنوالى لري، د ٧ ميليونه افغانيو په لګښت په شپږو مياشتو کې جوړ شوى دى.
د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي وويل، چې د دې پله په جوړېدو سره د مرورې ولسوالۍ د لاهور ډاګ سيمه له مرکز اسعد اباد سره وتړل شوه.