Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

يو طالب قوماندان ووژل شو او د ښوونځي اوه زده کوونکې ټپيانې شوې

ښرنه- اسعد اباد( پژواک ٩ چنګاښ ٩٢):چارواکي وایي، چې په پکتیکا کې یې د طالبانو يو مهم قوماندان وژلی او په کونړ کې د ښوونځي اوه زده کوونکې ټپيانې او دوه پوليس وژل شوي دي.

د پکيتکا امنیه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ د چنګاښ په ۹ مه،پژواک خبري اژانس ته وویل، نن غرمه مهال افغان ځواکونو  دمټاخان د ملایانو په سیمه کې عملیات ترسره کړل.

د نوموړي په خبره، وسله والو طالبانو پرافغان ځواکونو برید وکړ، چې افغان ځواکونو وروسته د ايساف د هوايي ځواک مرسته وغوښته.

ځدراڼ زیاته کړه، چې د ایساف په هوايي برید کې د طالبانو مشهور قوماندان قاري ضیاالرحمن، چې په مدني یې شهرت درلود، له یوبل ملګري سره وژل شوی دی.

امنیه قوماندان وايي، وژل شوي قوماندان د دولت ضد فعالیتونو کې فعاله ونډه درلوده او امنیتي ځواکونو یې له تېرو څو کلونو راهيسې د له منځه وړلو هڅه کوله .

د سیمې یوتن اوسېدونکى محمدالله هم وايي،چې په سيمه کې لومړى جګړه وشوه، بيا وروسته هوايي بمبار وشو.

نوموړي پژواک ته وويل، له بمبار وروسته د مشهور طالب قوماندان مدني د وژل کېدو اوازه خپره شوه، خو دی يې په اړه کره معلومات نه لري.

د يو بل خبر له مخې،د کونړ د پوهنې رياست تدريسي مرستيال عبدالقهار اخندزاده وايي،چې نن سهار په چپه دره ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي پر ودانۍ د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله اوه زده کوونکې ټپيانې شوې دي.

هغه د زده کوونکو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله، دى وايي چې هاوان د طالبانو له لوري ويشتل شوى و،ځکه دغه ښوونځى ولسوالۍ ته په پنځوس مترۍ واټن کې پروت دى.

دغه راز د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند شيرولي وايي،چې د خاص کونړ په ولسوالۍ کې غرمه مهال دوه سيمه ييز پوليس د وسله والو په کمين کې ووژل شول.

تر دې مهاله د پکتيکا او د کونړ د پېښو په اړه طالبانو څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.