جلال اباد (پژواک ٩ چنګاښ ٩٢): د نورستان چارواکي وايي، چې د پاکستاني طالبانو پر وانټ وايګل ولسوالۍ راکټي بريدونه کړي دي.
د نورستان د والي وياند محمد ظاهر بهاند د چنګاښ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د پاکستاني طالبانو له لوري د وانټ وايګل پر امنيه قوماندانۍ راکټي بريدونه شوي چې له امله يې دوه پوليس ټپيان شوي دي.
نوموړى وايي، چې د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ ودانۍ هم يو څه زيانمنه شوې ده.
د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمان هم پژواک خبري اژانس ته ياد بريدونه تاييد کړل او زياته يې کړه، چې په راکټي بريدونو کې دوه کورونه هم ويجاړ شوي دي.
وانټ وايګل له تېرو دوه نيمو کلونو راهيسې د دولت د وسله والو مخالفينو په ولکه کې وه، چې په دې وروستيو کې د ملي اردو د پراخو عملياتو په ترڅ کې بېرته د افغان ځواکونو په ولکه کې راغله.
ياده دې وي چې نورستان د هېواد په شمال ختيځ کې هغه پروت غرنى ولايت دى چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري او وخت ناوخت د دغه ولايت چارواکي د پاکستاني ځواکونو پراخه مداخله تاييدوي او له مرکزي دولته د ځواکونو د زياتوالي غوښتنه کوي.
تر دې مخکې پاکستاني طالبانو د کونړ پر سرحدي ولسواليو بريدونه کړي دي.