هرات (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢): چارواکي ادعا کوي، چې د بادغيس په بالامرغاب کې د سرحدي پوليسو پر پوستو په بريد کې د درېيو قوماندانانو په ګډون ١٢ وسله وال وژل شوي دي.
د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال شرف الدين شرف د چنګاښ په ١٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې د بالامرغاب په مورچاق کې د ٥٠٠ وسله والو له لوري د سرحدي پوليسو پر پوستو بريد شوى و.
د نوموړي په وينا، تر دوو ورځو پورې له پوليسو سره اړيکې پرې شوې وې، خو اوس د هوا له لارې ورته اکمالات شوي او وسله وال له سيمې وتلي دي.
د ده په خبره، دوى وتوانېدل، د مخابرې او د ازبکستان د ټيلېفوني شبکو پر مټ له پوليسو سره اړيکې ټينګې کړي.
د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال هم دامني، چې د بالامرغاب د سرحدي پوليسو محاصره ماته شوې او په شپږ ساعته جګړه کې يې د درېيو قوماندانانو په ګډون ١٢ وسله وال وژلي دي.
هغه زياتوي، بالامرغاب د بادغيس مرکز شمال لوېديځ ته لرې پرته ولسوالۍ ده، چې د ځمکې له لارې يې اکمالات ستونزمن دي، خو نن يې د الوتکو له لارې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو هر اړخيز اکمالات وکړل.
د ميرزکوال په وينا، د سرحدي پوليسو يوه پوسته د لنډمهال لپاره تر محاصرې لاندې وه او په دې نښته کې درې سرحدي پوليس برسېرن ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د بالامرغاب د جګړې په اړه څه نه دي ويلي.