Language

صديقي: د پوليسو مرګ ژوبله ٢٢ سلنه زياته شوې

کابل (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې تېره مياشت په ټول هېواد کې ٢٩٩ پوليس، ٧٥٣ طالبان او ١٨٠ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي نن په کابل کې د ايساف ځواکونو له وياند سره په ګډه خبري ناسته کې وويل چې د تېر کال د همدې مياشتې (غبرګولي) په پرتله د پوليسو په تلفاتو کې ٢٢ سلنه زياتوالى راغلى دى.

صديقي وايي چې تېره مياشت کې ١٨٠ ملکي وګړي د دولت د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې وژل شوي دي. 

دی وايي، چې د هوا په ګرمېدو او د ټاکنو په رانږدې کېدو سره مخالفينو خپلو بريدونو ته زور ورکړى او هڅه کوي په يوه ډول د افغانستان د امنيتي ځواکونو وړتيا د افغانستان د خلکو پر وړاندې تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه زياتوي: “طالبانو ته څه په ګوتو نه ورځي، هر څومره ملاتړ چې له بهره ولري او هر څه چې په واک کې لري، څومره چې په شدت مخته ولاړ شي، موږ په مراتب ځواکمن يو، موږ اکثريت يو او کولى شو چې د هغوى وړتيا له منځه يوسو. انشاالله زه خلکو ته دا ډاډ ورکوم چې موږ د کميت او قوت له پلوه دا وړتيا موندلې چې حتى پرې نه ږدو يوه ولسوالي هم طالبان ونيسي.”

صديقي د افغان ځواکونو له خوا د عملياتو او امنيتي چارو مشري، د پوليسو د تلفاتو د ډېرېدو لاملونه ياد کړل او ويې ويل چې دا تلفات د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو د ٣٨٧ عملياتو په ترڅ کې دواړو لورو ته اوښتي دي.

دی وايي چې د وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.

صديقي په يادو عملياتو کې د ١٥ ځانمرګو په ګډون د ٣٠٥ طالبانو د نيولو او ٢١٤ نورو د ټپي کېدو ادعا هم وکړه او زياته يې کړه چې په دغو عملياتو کې ٦١٨ سيمه ييز او ملي پوليس هم ټپيان شوي دي.

دى وايي، چې په تېره مياشت کې پوليسو ته د اوښتنې مرګ ژوبلې ډېره برخه پر سړک د ځاى پر ځاى شوو ماينونو او د مخالفينو د ځانمرګو بريدونو له امله وه.

هغه وويل، چې په مخامخ جګړه کې د پوليسو تلفات کم دي او اوسمهال پوليس په داسې يوه حالت کې دي چې په مسلکي ډول عمليات ترسره کوي او هغه وړتياوې يې موندلې چې د دوى د ځان د ساتنې لپاره ورته اړتيا لري.

ده د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوليسو حضور هم د پوليسو د تلفاتو د ډېروالي د لامل په توګه ياد کړ.

دى وايي: “او يو بل هم د جنګ مسئله ده، متاسفانه هنوز هم د افغانستان د امنيت او ثبات پر وړاندې، د تروريزم لوى تهديد شته اوس هم، د طالبانو او مخالفينو بهرنۍ سرچينې هم متاسفانه، دوى دې ته اړ باسي چې امنيتي ځواکونو باندې حملې وکړي، زموږ د محلي پوليسو تلفات هم لږ څه زيات شوي دي.”

ده وويل، چې د کورنيو چارو وزارت هڅه کوي د سړک غاړې د ماينونو پر مخنيوي ډېر تمرکز وکړي.

دى وايي، چې پوليسو پر امونيم نايترېت چې د سړک غاړې د ماينونو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېږي، بنديز لګولى او همداراز په تېر يوه کال کې د ماينونو د کشف او شنډولو سل ډلې روزل شوې دي.

دى وايي، چې پوليسو د ماينونو د شنډولو يو څه تجهيزات ترلاسه کړي او په مزارشريف کې د ماينونو د خنثى کولو په برخه کې يو روزنيز مرکز هم پرانيستل شوى دى.

د صديقي د معلوماتو له مخې، تېره مياشت له وسله والو مخالفينو څخه ٥٠٠ ميله سپکې او درنې وسلې او ٢٥٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي د پوليسو لاسته ورغلي او د مخالفينو ٢٢ شکمن موټر ضبط شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړه، چې پوليسو په استوګنځايونو کې ٢٠٠ کړۍ خښ شوي ماينونه هم کشف او خنثى کړي دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د کورنيو چارو وزارت د يادو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د ايساف ځواکونو وياند هېنز فيلډمين ( Heinz Feldmann) وويل، چې دوى د ماينونو د خنثى کولو په برخه کې افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي او د اړتيا وړ تجهيزات به هم په واک کې ورکړي.

خو هغه وايي، چې د ماينونو د شنډولو په برخه کې د افغان ځواکونو روزنه ډېرې مودې ته اړتيا لري.

Related Topics