Language

ولسمشر کرزي د پېښور او کوېټي بريدونه وغندل

کابل (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د کوېټې او پېښور په ښارونو کې هغه بريدونه وغندل ،چې له امله يې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، پرون د پاکستان په پېښور او کوېټې ښارونو کې د چاودنو او ځانمرګو بريدونو له امله شاوخوا ٤٥ تنه ووژل شول او تر ١٥٠ زيات ټپيان وو.

له ارګ څخه د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي د غه بريدونه په کلکه غندلي دي.

ولسمشر زياته کړې، چې ترهګر هره ورځ د افغانستان او پاکستان ملکي وګړي په خاورو او وينو کې لړي.

هغه ټينګار کړى، د دواړو هېوادونو دنده ده چې له يو بل سره په صادقانه همکارۍ کې د ترهګرۍ او افراطيت پديدې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او افغانستان تل په دې لاره کې هر ډول همکارۍ ته چمتووالی درلودلی دی.

Related Topics