Language

پاکستان پر کونړ ٩٠ توغندي توغولي

اسعداباد (پژواک ١٠ چنګاښ ٩٢): د کونړ شيګل او سرکاڼو ولسوالۍ يو ځل بيا د پاکستاني ځواکونو له خوا په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٩٠ توغندي ويشتل شوې دي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د چنګاښ په ١٠مه پژواک اژانس ته وويل، چې ٦٠ توغندي د شېګل په شولتن دره او ٣٠ نور د سرکاڼو په شونکړۍ سيمه کې لګېدلي دي.

د نوموړي په وينا، دغه توغندي د سر زيان نه لري، خو خلکو ته يې مالي زيان اړولى او ډېرى فصلونه يې خراب کړي دي.

وحيدي پر کونړ ويشتل شوي توغندي د افغانستان پر خاوره تېرى وباله او له نړيوالې ټولنې يې غوښتنه وکړه، چې د پاکستان د تېري مخه ونيسي.

د کونړ شيګل ډيورنډ ته څېرمه له باجوړ او سرکاڼو ولسوالۍ له مومندو ايجنسۍ سره ګډې پولې لري.

شاوخوا يو نيم کال کېږي، چې د کونړ او ننګرهار اړوند سيمې د پاکستان تر راکټي بريدونو لاندې راځي او له امله يې خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

Related Topics