جلال اباد ښار( پژواک ١١ چنګاښ ٩٢): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې عيدګاه جومات ته څېرمه چاودنې د دوو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون اته تنه ټپيان کړل .
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان پژواک خبري اژانس ته وويل ،چاودنه نن له مازيګر په شاوخوا شپږو بجو د سړک د منځ ګلدان کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکيو د چاودنې له امله رامنځته شوه .
د هغه په وينا، چاودنه لږ وروسته له هغه رامنځته شوه ،چې په هلمند کې د ملي اردو د وژل شوي سرتېري د جنازې موټر له سيمې تېر شول .
دى وايي، چې په دې چاودنه کې دوه ښځې ، دوه ماشومان او يو رېکشا چلوونکى ټپيان شوي دي ، خو د ننګرهار د عامې روغتيا مشر ډاکټر بازمحمد شېرزاد وايي، چې ولايتي روغتون ته اته ټپيان وروړل شوي ، چې ټول ملکي وګړي دي .
د ده د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې دوه ښځې ، دوه ماشومان او څلور سړي شامل دي .
هغه زياته کړه ، چې څلور تنه برسېرن ټپيان شوي ، خو د څلورو نورو ټپونه ژور دي .
د هېواد په نوم يو عيني شاهد، چې د ياد وژل شوي سرتيري جنازه يې بدرګه کوله ، وايي چې په ګلدان کې يوه بورۍ ښکارېده او کله چې د جنازې موټر عيدګاه جومات ته ننوتل چاودنه رامنځته شوه .
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى .