Language

مزارشريف (پژواک ١١چنګاښ٩٢) :د بلخ د مرکزي محبس مسوولين وايي، چې په زندان کې يې يو شمېر روږدي کسان هم بنديان دي، چې له بېلابېلو لارو نشه يي توکي تر لاسه کوي.

د بلخ د محبس مدير سمونوال عبدالله عزيزي د چنګاښ په ۱۱مه، په ياد محبس کې زندانيانو ته د حرفوي او سواد زده کړې د لړۍ د پيل د مراسمو په ترڅ کې خبريالانو ته وکړې.

د بلخ ولايت په مرکزي زندان کې لسګونو زندانيانو ته د ملګرو ملتونو د جرمونو پر وړاندې د مبارزې څانګې په مرسته د حرفوي او سواد زده کړو اسانتيا برابره شوه.

د محبس مدير عبدالله عزيزي وويل، چې په دغه زندان کې ۸۰ بندي مېرمنو ته او ۶۰ سړيو ته د سواد  او حرفوي زده کړو لړۍ پيل شوه.

نوموړي زياته کړه، چې د حرفوي زده کړو په برخه کې دوی د خياطۍ او ګلدوزۍ زده کړو اسانتيا برابره کړې ده.

د هغه په وينا، د حرفوي زده کړو له لارې د تر لاسه کېدونکو لاسي صنايعو ۶۰ سلنه بيه به زندانيان تر لاسه کوي او پاتې به د خامو موادو په ترلاسه کېدو او ښوونکو د معاشونو لپاره ځانګړې وي.

عزيزي وويل، چې له زندانه دباندې به د لاسي صنايعو يوه هټۍ جوړوي، چې له همدې لارې به د زندانيانو لاسي صنايع بازار ته وړاندې کوي.

محمد اکرم، چې له تېر يو کال څخه د بلخ په مرکزي زندان کې بندي دی، د خياطۍ د زده کړې کورس يې پيل کړی دی، نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، خوښ دى، چې د بند د مودې د پوره کېدو سره به تر يو ځايه د خياطۍ له هنر سره اشنا شي.

نوموړي زياته کړه: ((له بنديخانې مخکې مې کوم کسب زده نه و، اوس چې له خيره يو کال وروسته خلاص شم، نو د همدې خياطۍ له لارې به خپلې کورنۍ ته پيسې ګټم.))

نوموړي همدراز په دغه زندان کې په نشو د روږدو زندانيانو د شتون پخلی وکړ او دا يې هم په ډاګه کړه، چې وخت ناوخته له بېلا بېلو لارو نشه يي توکي هم ترلاسه کوي.

د هغه په وينا، په دغه محبس کې ۳۸ بنديان، چې په نشو روږدي و، د عامې روغتيا په مرسته يې درملنه شوې ده.

عبدالله عزيزي وويل، چې روږدو بنديانو د سختو امنيتي تدابيرو سربېره چرس، تارياک او پوډر تر لاسه کول، چې دم ګړۍ يې مخه نيول شوې ده.

نوموړي د زندانيانو له خوا د نشه يي توکو د تر لاسه کېدو په اړه زياته کړه: ((يوه ورځ زه د محبس په انګړ کې ولاړ وم، چې د ماچسو يو ډبى له دباندې نه د محبس انګړ ته وغورځېد، چې ومې کوت، نو چرس پکې و.))

د هغه په وينا ، د محبس دېوالونه د زندان د اصولو له مخې په سمه توګه نه دي  جوړ شوي، چې له همدې نيمګړتيا څخه په ګټې اخيستنې وخت ناوخته بنديانو نشه يي توکي تر لاسه کول.

ده وويل، چې اوس هم ځينې په نشو روږدي زندانيان شته، چې دوی يې پلټنې پیل کړي، چې د UNDC په مرسته به يې درملنه کوي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه زندان کې د بنديانو د ساتنې لپاره د ځای د کمښت جدي ستونزه شته ده.

هغه وويل: ((يو بندي حق لري، چې دوه متر مربع ځای ولري؛  موږ په دوه متره مربع کې شپږ زندانيان ساتو، چې د زندانونو د قوانينو خلاف عمل دی.))

د بلخ په مرکزي زندان کې ۱۵۰ کسان زندانيان دي، چې ۸۴ يې مېرمنې او پاتې يې سړي دي.

Related Topics