کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۲): د کابل ښار په ختيځ کې بهرنيو ځواکونو ته د يوه اکمالاتي شرکت پر ودانۍ د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريد کې د څلورو نيپالي ساتونکو په ګډون ٧ تنه وژل شوي دي.
د کابل امنيه قومانداني وايي، چې درېيو وسله والو نن (د چنګاښ ۱۱مه) سهار څلور نيمې بجې د نهمې امنيتي حوزې اړوند د ډسپيچري په سيمه کې بهرنيو ځواکونو ته د اکمالاتو د لوجستيکي شرکت پر يوې ودانۍ بريد وکړ.
سرچينه زياتوي، چې يوه بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک لارۍ موټر ته په دروازه کې چاودنه ورکړه او دوو نورو يې نښته پيل کړه.
د کابل د پوليسو قوماندان جنرال ايوب سالنګي په سيمه کې خبريالانو ته وويل، چې تر يوه ساعت جګړې وروسته دواړه بريد کوونکي ووژل شول او اوس سيمه د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د ياد شرکت څلور نيپالي، يو افغان ساتونکی او دوه افغان موټر چلوونکي وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بريد کوونکي درې تنه وو، يوه يې ځان ته په دروازه کې چاودنه ورکړې او دوه نور په نښته کې ووژل شول.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د اوو تنو د وژل کېدو ترڅنګ پنځه عام وګړي هم ټپيان شوي دي.
صديقي وويل، چې اوس سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کنټرول شوې او وضعه ارامه ده.
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته د يادې پېښې د تاييد ترڅنګ وويل، چې سيمه د افغان ځواکونو له خوا کنټرول شوې او اوس په عملياتو بوخت دي.
سرچينې زياته کړې، چې دوى د دې ډول پېښو پر مهال د مرستې د غوښتنې په صورت کې همکارۍ ته چمتو دي.
ايساف وايي، چې د پېښې د جزئياتو په اړه نور معلومات بايد له افغان حکومت څخه واخيستل شي.
د دغه بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د بهرنيو ځواکونو پر يوه مهم اکمالاتي مرکز لومړۍ چاودنه شوې او بيا ډله ييز بريد ترسره شوى دى.
هغه زياتوي، چې اوس هم جګړه روانه ده او ګڼ شمېر کورني او بهرني سرتېري وژل شوي او ټپيان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP