Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له بګرام زندان څخه درې پاکستاني بندیان خوشې شوي

کابل ( پژواک ۱۱ چنګاښ ۹۲ ) د بګرام له زندان څخه درې پاکستاني بندیان خوشې او ددغه هیواد مسوولنیو ته سپارل شوي دي.

بي بي سي د پاکستانیو امنیتي سرچینو په حواله د چنګاښ په ۱۱مه، خبر ورکړی چې دغه بندیان پاکستانیو امنیتي ځواکونو د نورو تحقیقاتو لپاره نامعلوم ځای ته لیږدولي دي.

امنیتي سرچینو ویلي چې دغه  درې بندیان په ۲۰۰۷ زیږدیز کال کې دامریکایي او ایساف ځواکونو د جاسوسۍ او ددوی معلومات القاعدې ته د رسولو په تور نیول شوي وو.

سرچینې زیاته کړه چې یاد کسان له تیرو شپږو کلونو راهیسې  په بګرام کې بندي وو او امریکايي ځواکونو له دوی څخه پلټنې کولې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې په خوشې شویو کسانو کې دوه د پنجاب او یو یې د خیبر پښتونخوا ایالت د صوابې سیمې اوسسیدونکی دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چوهدري ددې کسانو له خوشې ناخبري ښودلې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې اوس هم شاوخوا ۷۰ پاکستانیان د افغانستان په زندانونو کې بندیان دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.