غزني (پژواک ١١ چنګاښ ۹۲): د غزني د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د تېرو دوو کلونو په پرتله د نشه يانو شمېر زيات شوى دى.
په غزني کې د معتادينو د درملنې د مرکز مشر ډاکټر نصرالله نعيمي وايي، سره له دې چې په غزني کې د کوکنارو کر نشته ، خو په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر لوړ شوى دى.
نوموړي پژواک خبري اژ انس ته وويل، چې د عامې روغتيا د سروې له مخې، اوسمهال په غزني کې ٨٠ زره کسان په نشه روږدي دي، چې نيمايي ځوانان دي.
نعيمي زياتوي، له دې ډلې شاوخوا لس زره ماشومان او مېرمنې دي، چې د بېلابېلو علتونو له کبله يې نشې ته مخه کړې ده.
د ده په خبره، چې پر نشه د روږدېدو لاملونه بېسوادي، جګړه، بېکاري او په وروستيو دوو لسيزو کې له هېواده لرې والى او کډوالي دي.
نوموړى وايي، په غزني کې د روږدو کسانو لپاره يو شل بستريز روغتون شته، چې د معتادينو لوړې شمېرې ته په پام سره د هغوى د درملنې اړتيا نه شي پوره کولى.
هغه له امنيتي ادارو غوښتنه وکړه، چې په ازاده د نشه يي توکو د خرڅلاو او سوداګرۍ مخه ونيسي ، تر څو نشه يي توکو ته لاسرسى کم شي.
٢١ کلن علي رضا، چې په ايران کې په نشته روږدى شوى وايي، چې د خپلو ملګرو له لوري په نشه روږدى شو اوس غواړي چې له دې ناروغۍ ځان خلاص کړي.
هغه له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د اعتياد د مخنيوي او روږدو کسانو لپاره ډېر امکانات برابر کړي.
دغه راز د عطا محمد په نوم يو بل تن،چې په ايران کې په نشه روږدى شوى وايي،چې يو کال مخکې يې له نشې لاس واخيست خو د خپلې کورنۍ ناوړه چلند دې ته مجبور کړ،چې بيا نشې ته مخه کړي.
هغه زياتوي، د کورنۍ غړو او دوستانو يې اهميت نه ورکاوه او د همدې ناهيلۍ له امله يې دويم ځل نشې ته مخه کړه.
د غزني ښار يو اوسېدونکى عبدالاحد هم وايي، چې نشه يې توکي په بازار کې ازاد موندل کېږي خو پوليس او چارواکي يې مخه نه نيسي.
هغه وايي، تر څو چې د دولت له لوري د نشه يي توکو سوداګري بنده نه شي او سوداګرو ته يې سزا ور نه کړل شي دا وېره شته، چې د روږدو کسانو شمېر نوره هم لوړه شي.
دى زياتوي، چې ډېرى پوليس په خپله په نشه روږدي دي نو څنګه به وکړاى شي، چې د نشه يي توکو د خرڅلاو او سوداګرۍ مخه ونيسي.