Language

په کابل کې د ګرځنده ټيلېفون له لارې د پيسو د لېږد نندارتون جوړ شو

کابل (پژواک ١١ چنګاښ ٩٢): د ګرځنده ټيلېفون له لارې د پيسو د لېږد انجمن غواړي، چې د ګرځنده ټيلېفونونو له لارې د برېښنا د لګښت پيسو د ورکړې لړۍ له کابل څخه د افغانستان نورو لويو ښارونو ته هم وغځوي.

د دغه انجمن مشر هارون ظريف په کابل کې په همدې اړه د يوه جوړ شوي نندارتون پر مهال له پژواک سره په خبرو کې وويل، چې تر دې مهاله يواځې د اتصالاتو مخابراتي شرکت له لارې د برېښنا د لګښت پيسې تحويلېږي، خو هڅې روانې دي څو نورې مخابراتي کمپنۍ هم له دغه بهير سره يو ځاى کړي.

ظريف وايي، چې تر دې مهاله شاوخوا ١٠٠ زره کسانو په کابل ښار کې د ټيلېفون له لارې د برېښنا د لګښت د پرې کولو لپاره خپلې د ټيلېفون شمېرې راجستر کړې دي.

د هغه په وينا، دغه انجمن هڅه کوي، د ښوونکو او پوځي منسوبينو تنخواوې هم د مخابراتي شبکو له لارې د ليکلي پيغام په استولو سره ولېږدوي.

د هغه په وينا، د دې لړۍ په پيل سره به ښوونکي او د پوځي برخې کار کوونکي وکولى شي په خپلو سيمو کې د مخابراتي شرکتونو ځانګړو څانګو ته ولاړ شي او خپل د ټيلېفون د لنډ ليکلي پيغام په ورښودلو سره خپلې تنخواوې ترلاسه کړي.

ظريف له خلکو وغوښتل، چې د خپلو سيمکارتونو د ثبتولو له لارې له دغو خدمتونو ګټه پورته کړي.

د پيسو له لارې د پيسو لېږد يا (موبايل مني) شاوخوا دوه کاله وړاندې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې په مالي مرسته پيل شو او لا هم دغه بهير د دې ادارې له ملاتړه برخمنه دى.

په ننني نندارتون کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې مشر لاري سمپلر (Larry Sampler) هم ګډون درلود.

سمپلر وويل، چې د ټيلېفون له لارې د پيسو لېږد که له يوې خوا د مشتريانو وخت سپموي، له بلې خوا د اداري فساد په مخنيوي کې هم مثبت اثر لرلى شي.

ده وويل، چې دغه بهير د افغانستان په څېر هېوادونو کې بريالۍ تجربه ده.

هغه هيله وښوده چې دا لړۍ لا پراختيا ومومي.

په ننني نندارتون کې د برېښنا شرکت مشر عبدالرازق صمدي او په افغانستان کې د خصوصي مخابراتي کمپنيو (اتصالات، روشن، اېم ټي اېن او افغان بيسيم) استازو هم ګډون درلود.

په ننني نندارتون کې د يادو شرکتونو غرفې اېښودل شوې وې.

په دغه نندارتون کې اتصالاتو د برېښنا د لګښت پيسو د تحويلولو او د ګرځنده ټيلېفون له لارې د پيسو د لېږد لپاره او يادو نورو شرکتونو يواځې د ګرځنده ټيلېفون له لارې د پيسو د لېږد لپاره سيم کارتونه ثبتول.

په ننني نندارتون کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې لسګونه کار کوونکو د دې لپاره چې وکولى شي تر دې وروسته د برېښنا د لګښت پيسې د ګرځنده ټيلېفون له لارې تحويل کړي، خپل سيمکارتونه راجستر کړل.

Related Topics