Language

پکتيکا کې شپږ وسله الو وژل شوي دي

ښرنه(پژواک،١١چنګاښ٩٢): د پکتيکا چارواکو په دغه ولايت کې  چې په دغه ولايت کې شپږ تنه وسله والو وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د پکتيکا امنیه قوماندان دولت خان ځدران دچنګاښ په ۱۱ مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې یو شمېر مخالفینو تېره ورځ ناوخته  دښرنې او اورګون پرلويه لاره د کوټنۍ په سيمه کې  ملي اوسیمه ییزو پولیسوته کمین نیولی وو، چې له امله يې نښته رامنځته شوه.

دهغه  په وينا،  په دغه نښته کې شپږ تنه وسله الو وژل شوي او دوه نور يې په ټپي حالات کې نيول شوي دي.  

دولت خان وايي ، په یاده نښته کې حکومتي ځواکونو او ملکي وګړوته کومه مرګ ژوبله نه ده  نه اوښتې.

دسیمې یوتن اوسېدونکي سمیع الله پژواک ته وويل، په یاده سیمه کې دحکومتي ځواکونو اوطالبانو ترمنځ سخته جګړه شوې،خو دی داوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري  په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

 

 

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.