غزني (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٢): د غزني ښار د شامير په سيمه کې چاودنې څلور ملکي وګړي ټپيان کړل.
چاودنه نيم ساعت مخکې په شامير سيمه کې د نجونو د جهان ملکې لېسې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.
د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت د چنګاښ په ١٢ پژواک ته وويل، چې له دې چاودنې څلور ټپيان وروړل شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
د سيمې يوه عيني شاهد سيدالله وايي، چې چاودنې اوه ملکي وګړي ټپيان کړي او د چاودنې سيمې ته نږدې دوه موټره يې ويجاړ کړي دي.
هغه زياتوي، چې چاودنه ډېره زوروره وه او سيمې ته نږدې کورونو او ودانيو شيښې يې ماتې کړې دي.
دى وايي،چې تر چاودنې څو شيبې مخکې د ده يک ولسوالۍ د امنيت امر موټر تېر شو.
تر دې مهاله دا نه ده معلومه، چې د چاودنې موخه څوک و او نه يې تر اوسه چا مسووليت پر غاړه اخيستى.