Language

ملګرو ملتونو افغانستان ته د نړيوالو مرستو د دوام ډاډ ورکړ

کابل (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٢): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړى استازى وايي ، ملګري ملتونه به نړيواله ټولنه له افغان حکومت سره دوامدارې مرستې ته وهڅوي، خو دغه مرسته بايد په سمه توګه ولګول شي.

يان کوبېش دغه څرګندونې نن په کابل کې د هغې غونډې په پيل کې وکړې ،چې د توکيو کنفرانس په اړه د هر اړخيزې ځواب ورکونې په موخه د افغانستان او مرسته کوونکو شاوخوا ٥٠ هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړه شوې ده.

په دې ناسته کې به د هغو ١٦ مېلياردو ډالرو مرستو د ورکولو او لګولو پر سر متقابل حساب ورکړل شي چې نړيوالې ټولنې په ٢٠١٢ کال کې په توکيو ښار کې د افغانستان په اړه د جوړ شوي نړيوال کنفرانس په ترڅ کې ژمنه کړې وه.

په دې کنفرانس کې ژمنه شوې وه چې دغه مرستې به تر ٢٠١٦ کال پورې افغانستان سره کيږي.

 په راڼه ډول د ټاکنو تر سره کېدل، ښه حکومتولي، د قانون حاکميت او له اداري فساد سره مبارزه د نړيوالې ټولنې هغه شرايط و، چې په توکيو کنفرانس کې يې د افغانستان له حکومت سره د خپلو مرستو د دوام لپاره وړاندې کړي و او افغان حکومت په دې برخه کې ژمنې کړې وې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي يان کوبېش په نننۍ غونډه کې د مرستو د اغېزمنتيا لپاره د افغان دولت او نړيوالې ټولنې هڅې او همکاري اړينه وبلله.

ده وويل، چې د بهرنيو مرستو د لګونې د اغېزمنتيا لپاره په تېرې فبروري مياشت کې افغان حکومت او نړيوالې ټولنې په ګډه د مرستو د تنظيم نوې تګلاره جوړه کړې ده.

يان کوبېش وايي، چې ملګري ملتونه او د نړۍ هېوادونه له افغانستان سره د سولې، هوساينې او امنيت په برخو کې خپلو مرستو او همکاريو ته دوام ورکوي.

هغه زياته کړه ،چې د افغانستان د پرمختګ او د ديموکراتيکو ارزښتونو د پياوړتيا لپاره د نورو مرستو تمه لري او نړيواله ټولنه به له افغان حکومت سره دوامدارې مرستې ته وهڅوي.

يان کوبېش له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د حکومت هڅې وستايلې او زياته يې کړه چې په نننۍ ناسته کې به د مرستو د موثرې لګونې پر وړاندې شته ننګونو ته د حل لارو پر موندلو بحث وشي.

هغه وايي، په سمه توګه د مرستو لګول به د دې لامل شي چې نړيوال خپلې مرستې او همکارۍ ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي همداراز د راتلونکي کال ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته په اشارې سره هيله وښوده چې افغان حکومت يې په توکيو کنفرانس کې د کړې ژمنې سره سم په شفافه توګه ترسره کړي.

ده وويل، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره تيارى نيول شوى او په دې برخه کې له تخنيکي پلوه ښه پرمختګ شوى دى، خو د يوه سالم چوکاټ د رامنځته کېدو لپاره نورو هڅو ته هم اړتيا ده.

هغه د افغانستان د ملي شورا له دواړو مجلسونو وغوښتل، چې د ټاکنو قانون ژر تصويب کړي، ځکه چې د دغه قانون د تصويب ځنډول د ټاکنو د تياريو پروسه له ستونزو سره مخ کوي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول په نننۍ غونډه کې وويل ، چې افغان حکومت پر خپلو کړو ژمنو ولاړ دى.

هغه زياته کړه چې افغانستان د نړيوالو د مرستو د دوام لپاره د حساب ورکونوونکي سيستم د رامنځته کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او همداراز به له خپلو نړيوالو ملګرو سره ستراتيژيک مشارکت هم وساتي.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېوال په مختلفو برخو کې شويو پرمختګونوته په اشارې سره وويل چې د افغانانو په ژوند کې له اقتصادي پلوه مثبت بدلونونه راغلي دي.

ده وويل چې په افغانستان کې د روغتيا ، ښوونې او روزنې ، سړکونو جوړولو او خلکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي ، د لوږې کچه ټيټه شوې او ښځې له خپلو حقونو برخمنې دي.

خو د زاخېلوال په وينا ، اداري فساد ، چې کولى شي ښه حکومتولي له ستونزو سره مخ کړي، لا هم د يوې ننګونې په توګه شتون لري.

دى وايي چې افغان حکومت د فساد له منځه وړلو ته ژمن دى او په دې برخه کې يې جدي ګامونه پورته کړي دي.

ده د کابل بانک بحران ياد کړ او ويې ويل چې په تېر يوه کال کې د دې بانک د پورونو ٣٧٥ ميليون ډالر ترلاسه شوي چې د ټولو ناقانونه ورکړل شويو پورونو ٤٠ سلنه برابروي.

ده وويل چې د دا ډول ستونزو د مخنيوي لپاره افغان حکومت اړين اقدامات کړي او ټينګ نظارت کوي.

زاخېلوال وويل، افغان حکومت د مالي ادارو د پياوړې کولو په هڅه کې دى او همداراز اوسمهال افغانستان د بودجې د شفافيت له پلوه د نړۍ شپږويشتم هېواد دى.

Related Topics