کابل (پژواک ١٣ چنګاښ ٩٢): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د اوړو او بورې بيې راټيټې شوې، خو د اوبلن ګاز او تېلو بيې لوړې شوې دي.
په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، نن د تېرې اونۍ په پرتله د ٢٤ کيلوګرامه وريجو عمده پلور بيه له ١٨٢٠ څخه ١٧٠٠ افغانۍ او پنځوس کيلوګرامه پاکستانۍ بورې بيه له ١٧٢٠ څخه ١٧٠٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.
خو نوموړي وويل، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د پنځه لېتره مومن غوړيو بيه ٤٠٠ افغانۍ، يو کيلو شين اندونيزيايي چاى ١٧٥ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى ٢١٠ افغانۍ او ٤٩ کيلوګرامه اوړه په ١٢٠٠ افغانۍ دي.
د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو ځايونو کې ډېر او په ځينو کې کم توپير لري.
د کابل د کارتې سې سيمې يو پرچون پلور هټۍ وال خانعلي وايي، چې پنځوس کيلوګرامه بوره په ٢٠٠٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستاني اوړه ١٢٨٠ افغانۍ، لومړۍ درجه پاکستانۍ ٢٤ کيلوګرامه وريجې ٢٢٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلوګرام تور افريقايي چاى ٢٧٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايى چاى په ٢٢٠ افغانۍ پلوري.
د اوبلن ګاز او ډېزل تېلو بيې لوړې شوې، خو د پټرول تېلو بيې کوم بدلون نه دى کړى.
د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک مدير عبدالهادي وايي، نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه لېتر پټرول تېلو بيه ٥٦ افغانۍ، خو د ډېزلو بيه له ٥٩ څخه ٦٢ افغانۍ ته لوړه شوې ده.
هغه په بازار کې د ډېزل تېلو کموالى د بيو د لوړېدو لامل بللى دى.
د کابل ښار د کلوله پشتې يوه ګاز پلورونکي محمد شريف هم وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه له ٤٥ افغانۍ څخه ٤٧ افغانۍ ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو بيې هم پر خپل حال پاتې دي.
د مريم لېسې بازار د سرو زرو يو پلورونکى عبدالبصير وايي، چې د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٠٠٠ افغانۍ او يو ګرام ايراني سره زر په ١٧٠٠ افغانۍ دي.
د شهزاده سراى د يوه صراف احمدشاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٦،٦٠ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٥٥٩ افغانۍ دى.
تېره پنجشنبه د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٦،٦ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٦٠ افغانۍ بدلېدې.