کابل ( پژواک ١٤ چنګاښ ٩٢ ) امريکايي سناتورانو افغانستان سره پر امنيتي سند د خبرو پر ځنډېدا اندېښنه څرګنده کړه.
دوه تنه مهم امريکايي سناتوران جان ميکن او لينډسي ګراهم دوه ورځې مخکې افغانستان ته راغلي او له ولسمشر حامد کرزي په ګډون يو شمير چارواکو ، د امريکايي جنرالانو او سرتېرو سره ليدلي دي.
دغو سناتورانو پرون په کابل کې د ايساف مرکزي قوماندانۍ ته تللي وو او هلته يې له نړيوالو سرتېرو او امريکايي جنرالانو سره وليدل.
دوى ددې ليدنو پر مهال پر امنيتي سيند د خبرو په ځنډول کېدو اندېښنه وښوده او ددې سند لاسليک کول يې دافغانستان او ثبات راتلونکي لپاره مهم وباله .
د افغانستان او امريکا ترمنځ پر امنيتي سند د خبرو اترو لړۍ شاوخوا نهه مياشتې مخکې پيل شوې وه، او تر اوسه دخبرو درې مرحلې ترسره شوې دي.
خو تېره مياشت په قطر کې د طالبانو ددفتر د پرانستلو پر څرنګوالي د افغانستان حکومت سخت غبرګون وښود او امريکا سره يې پر امنيتي سند خبرې وځنډولې.
افغان حکومت اعتراض کاوه، چې امريکا ورسره دياد ددفتر دپرانستلو د څرنګوالي په اړه له شوو ژمنو سرغړونه کړې وه.
ددې دفتر دپرانستلو پر مهال د طالبانو بيرغ ورپول شو او ددفتر پر لوحې ( اسلامي امارت) ليکل شوى و، چې افغان حکومت پرې سخت اعتراض وکړ.
جان ميکن ويلي چې افغانان طالبان او پاکستان بايد پوى شي چې امريکا افغانستان يواځې نه پرېږدي.
ولسمشر حامد کرزي هم وړمه ورځ دغو سناتورانو سره دليدنو پر مهال په ډاګه کړې وه، چې افغانستان پر امنيتي سند د لاسليک لپاره ځينې شرايط لري.
نوموړي دغه شرايط دافغانستان د هوايي ځواک پياوړي کول، دګاونډيانو د ګواښنې پر مهال د دفاع او په افغانستان کې امنيت راوستل په ګوته کړي .
څو ورځې مخکې ولسمشر ويلي چې هغه مهال له امريکا سره پر امنيتي سند خبرې پيلوي، چې طالبان دسولې عالي شورا سره خبرې پيل کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP