کابل ( پژواک ١٤ چنګاښ ٩٢ ) : هندوستان وايي چې اوسمهال افغانستان سره د درنو او وژونکو وسلو مرسته نه شي کولى.
دا په داسې حال کې چې يوه نيمه مياشت مخکې هندوستان ته دسفر پر مهال ولسمشر حامد کرزي له هندوستان څخه ددرنو وسلو غوښتنه کړې وه او ددغه هېواد چارواکو ته يې د درنو وسلو يو لېست هم سپارلى و.
ولسمشر حامد کرزى د ١٣٩٢ لمريز کال د غويي په وروستيو ورځو کې هندوستان ته سفر وکړ او له هندي چاروکو سره يې په دې اړه خبرې ورکړي دي.
د غبرګولي په لومړۍ نېټه ولسمشر کابل ته تر راستنېدو مخکې په ډيلي کې ديوه خبري غونډې پر مهال ويلي وو، چې له هند څخه يې درنې وسلې غوښتي دي او يو لېست يې سپارلى دى.
خو اوس هندوستان اعلان کړى، چې دمګړى دوى افغانستان سره د درنو او مهلکو وسلو مرسته کولو پلان نه لري.
د هندي رسنيو د راپور له مخې ددغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد ويلي چې دوى افغانستان سره د سپکو او غير مهلکو وسلو مرستې ته چمتووالى لري.
خو هغه زياته کړې : (( دمګړۍ موږ په دې حالت کې نه يو، چې افغانستان سره ددرنو او مهلکو وسلو مرسته وکړو. ))
نوموړي ويلي چې دوى افغانستان سره د هوايي ټرانسپورټ، او نورو پوځي وسايلو مرستې کړې دي.
د هندوستان د بهرنيو چار وزير ويلي چې افغانستان يوه حساسه سيمه ده، هلته نور هېوادونه دخيل دي او هندوستان نه غواړي چې ځان ددې ستونزې برخوال وګرځوي.
هغه زياته کړې : (( موږ غواړو افغانستان سره داډول مرستې وکړو، چې زموږ مرستې هغوى ته ستونزې ونه زېږوي، نودابه د مرستو يوه ښه لاره وي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP