Language

غزني ښار(پژواک ۱۴ چنګاښ ۹۲) د کابل – کندهار پر لويه لاره د غزني ولايت په مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ١٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا ترافيکي پېښه پرون ناوخته د غزني د قره باغ ولسوالۍ د محمود ځنګل په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې يو کرولا موټر له تونس سره موټر سره وجنګېد.

د غزني د مرکزي روغتون مشر داکټر باز محمد همت د چنګاښ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى ته له يادې پېښې مړي او ١٣ ټپيان راوړل شوي دي.

هغه زياته کړه چې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د نقيب الله په نامه دسيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې کرولا موټر له خپل مسير څخه اوښتى و او له مخامخ راتلونکي تونس سره جنګېدلى و.

د يادونې وړ ده چې تر دې مخکې پر دې لويې لارې ګڼ شمېر ترافيکي پېښې رامنځته شوې دي.

Related Topics