Language

د دوو ځانمرګو په ګډون د ١٨ طالبانو د وژلو ادعا وشوه

ښرنه–جلال اباد (پژواک ١٥ چنګاښ ٩٢): امنيتي مسوولينو په يو شمېر ولايتونو کې د دوو ځانمرګو بريدګرو په ګډون د ٢٠ تنو وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.

دغه امنيتي پېښې په  ميدان وردګو، پکتيکا، ننګرهار، کاپيسا او پروان ولايتونو کې رامنځته شوې دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ دچنګاښ په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، پوليسو او ملي امنيت راپور ترلاسه کړی و، چې ښار ته په يوه تور رنګه کرولا موټر کې دوه ځانمرګي دننه شوي دي.

د نوموړي په خبره، دغه دوه ځانمرګي پرون مازيګر شپږ بجې د ښرنې په ښار کې له موټره ښکته شوي وو او د پوليسو لخوا پرې له شک وروسته ډزې وشوې، يو يې ووژل شو او بل ځان ته چاودنه ورکړه.

ځدراڼ زياتوي، چې د ډزو پر مهال يواځې يو ترافيک پوليس برسېرن ټپي شوى او نور کوم زيان نه دى اوښتى.

امنيه قوماندان زياتوي، داسې خبر ورته رسېدلى، چې يو ځانمرګي په پېښه کې تر ټپي کېدو وروسته تښتېدلى او امنيتي ځواکونو يې اوس د موندلو په لټه کې دي.

د يادې پېښې يو عيني شاهد وايي، چې ځانمرګو پوځي جامې اغوستې وې او د ښرني ښار د شهيدانو په څلور لارې کې له پوليسو سره په نښته کې ښکېل شول.

سرچينه وايي، چې د نښتې پر مهال يوه ځانمرګي ځان ته چاودنه ورکړه او دويم د پوليسو له خوا پر ډزو ووژل شو.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ددوى دوو ملګرو پپر پوليسو او ملي امنيت کارکوونکو ځانمرګي بريدونه کړي دي.

هغه زياتوي چې په دې بريد کې چې پر يو موټريز کاروان شوى، ١٤ پوليس او امنيتي کارکوونکي وژل شوي او يو شمېر موټر يې ويجاړ شوي دي.

د مجاهد په وينا، وروسته په نښته کې دواړه بريد کوونکي هم وژل وشي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې تېره شپه افغان کوماندو ځواکونو د عملياتو پر مهال پنځه وسله وال وژلي او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي وايي، چې د عملياتو پر مهال افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

دغه راز د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د رسنيو مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال وايي، چې پرون ماښام د غني خېلو ولسوالۍ د باسط پمپ په سيمه کې د خپل ماين چاودنې درې ماين خښوونکي وژلي دي.

همدارنګه د پروان د مرکز چاريکارو ښار د شپږمې امنيتي حوزې امر سمونوال محمد کاظم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د مرکز اړوند د “ده قاضي” په کلي کې يو تن د خپل ماين چاودنې وژلى دى.

دى وايي، چې دغه کس په ياده سيمه کې تر يوه پولچک لاندې ماين ځاى پر ځاى کاوه چې پرې چاودلى او ځاى پر ځاى يې وژلى دى.

د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا د لومړۍ حصې ولسوال عبدالفتاح شفيق وايي، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په “خم زرګر” کلي کې شاوخوا ٢٤ کلن ځوان، په يو کور کې د واده له مراسمو خپل کور ته د تګ پر مهال ناپېژانده کسانو په چاقو وهلى او وژلى يې دى.

بلخوا د ميدان وردګو د والي وياند وايي چې په سيد اباد او جغتو ولسواليو کې د نښتو پر مهال اتو تنو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک ته وويل چې په دې نښتو کې ددوو عربي وګړو په ګډون شپږ وسلوال وژل شوي ، دوه يې ټپيان دي او ٨ يې ژوندي نيول شوي دي.

هغه زياتوي چې په دې نښتو کې د ملي اردو يو افسر هم وژل شوى او بل تن يې ټپي دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.