جلال اباد، کابل (پژواک١٥چنګاښ٩٢): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو په بريد کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د ملي دفاع وزارت اعلان کړى، چې د مخالفينو په يوه بل بريد کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د وسلوالو مخالفينو له لوري د حصارک پر ولسوالۍ لورې توغندي توغول شوي وو، چې يو توغندى د ولسوالۍ سره نږدې پر يوه کور لګيدلى دى.
دى زياتوي :(( په دې بريد کې يو سړى وژل شوى او د يوه سړي په ګډون دوه ښځې ټپيانې شوي دي.))
د والي وياند زياتوي چې وروسته د امنيتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ نښته شوې چې وسلوال په شا تمبول شوي دي.
د سيمې اوسيدونکى اسلم جان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په پېښه کې شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي او دوه نور وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره چې په وژل شوو کې يوه اوه کلنه ماشومه هم شامله ده.
ده وويل: (( وروسته جګړه وشوه،ويل کيږي چې دوه وسلوال مخالفين هم وژل شوي دي))
وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ياده دې وي چې تيره شپه د خوګياڼو ولسوالۍ په وزيرو کې د عملياتو په ترڅ کې لسو وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.
ديوه بل خبر له مخې د ملي دفاع وزارت ويلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په سويلي ولايتونو کې د ماين چاودنو او بريدونو له امله د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي دي.