Language

په خلم ولسوالۍ کې د اغا خان له بانکه يو ميليون ډالر لوټل شوي

مزارشريف (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٢): ناپېژانده وسله والو د بلخ په خلم ولسوالۍ کې د اغا خان د وړو پورونو ورکولو بانک لوټلی او د دغه بانک درې ساتونکي يې وژلي دي.

د خلم ولسوال سيد ابرار د چنګاښ په ۱۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه وړمه شپه د دې ولسوالۍ په مرکز کې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وينا، يادو وسله والو لومړی په دروازه کې د بانک يو ساتونکى پر ډزو وژلى او له دوو نورو يې په ويدني سرونه پرې کړي دي.

د ابرار د معلوماتو له مخې، چې وسله والو د بانک د ساتونکو له وژلو وروسته له بانک څخه نږدې يو ميليون امريکايي ډالر له ځان سره وړي او بانک ته يې اور اچولی دی.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ مسوولينو هم د يادې پېښې پخلی وکړ.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول شېرجان دُراني پژواک اژانس ته وويل، چې د بانک د پېښې په تړاو يې يو کس نيولی دی.

نوموړي زياته کړه، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې پېښه ډېره پېچلې ده، دوی هڅه کوي، چې حقيقت ته ورسېږي.

نږدې دوه کاله وړاندې هم د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د کابل بانک د يوې څانګې شپږ ساتونکي په ناڅاپي توګه وژل شوي وو او بانک يې يې لوټلی و.

Related Topics