Language

١٩د دولت وسله وال مخالفين او ٦ د ملي اردو سرتېري وژل شوي

لښكرګا، کابل (پژواك،١٨چنګاښ۹۲) : د هلمند امنيتي چارواكي وايي، چې په بېلابېلو عملياتوكې يې ۱۹ د دولت  وسله وال مخالفين وژلي او ۲۶ تنه  نوريې ټپيان  کړي دي.

په دغه ولايت كې د۲۱۵ ميوند قول اردو له مطبوعاتي دفترڅخه  د چنګاښ په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې تېره ورځ د مارجې په ولسوالۍ كې د عقاب په نوم عمليات ترسره کړل ، چې په پايله کې يې ١٢ ددولت وسله وال مخالفين وژل شول او ٢٠ نور يې ټپيان شوي دي.

سرچينه زياتوي ،چې دغه راز په نهرسراج ولسوالۍ كې هم په ترسره شويو عملياتوكې دوه  تنه او په كجكي ولسوالۍ كې يو تن ددولت وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

په خبرپاڼه كې راغلي ،چې په يادو ترسره شويو عملياتو كې يو ميل پيكا، دوه ميله كلاشينكوف، دوه لاسي بمونه،۲۳ كړۍ ماينونه او يو كرولا موټر لاسته ورغلي او يوكرولا  موټر په سيمه كې سوځول شوى دى.

بلخوا دګرشك ولسوالۍ په نهرسراج كې دپوليسو دلومړي كنډك قوماندان سمونوال عبدالستارنورزى وايي ،چې د يوې نښتې په ترڅ کې يې لسو وسله والو طالبانوته  مرګ ژوبله اړولې ده.

نوموړي پژواک ته وويل ، تېره شپه وسله والوطالبانو غوښتل ، چې د طبيلي،سره ښاخ،حاجي محمد كلى او خير محمد كلي كې پر امنتي پوستو بريدونه وكړي .

د هغه په وينا، پوليس په دې اړه معلومات ترلاسه او طالبانو ته په کمينونو کې ناست وو، چې په رامنځته شوې نښته کې څلور طالبان ووژل شول او شپږ نور يې ټپيان شوي دي.

دپوليسو او اوردو چارواكو ويلي ، چې په دې پيښو كې دوى ته  زيان نه دى اوښتى.

همدارنګه طالبانو هم ددې ولايت په  ناد علي، مارجې ،ګرشك او سنګين ولسواليو كې د ګڼ شمېر كورنيو او بهرنيو سرتېرو دوژلو ادعاوې کړې دي.

ديادولو ده ، چې دوسله والوطالبانو له خوا دخالد بن وليد په نوم له پيل شويو عملياتو وروسته  په دغه ولايت كې امنيتي پېښي زياتې شوې دي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت اعلان کړى، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د بېلا بېلو امنيتي پېښو پر مهال د ملي اردو ٩ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي ، چې د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو درې سرتېري ، په فارياب کې دوه او په اروزګان کې يو سرتېرى وژل شوي او درې نور ټپيان دي.