غزني (پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي، د غزني په مرکز کې د چاودنې له امله دوه ماشومان ټپيان او يوه ماشومه ووژل شوه ، خو د سيمې اوسېدونکي وايي، چې دغه مرګ ژوبله د پوليسو په ډزوکې اوښتې ده.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده پژواک خبري اژانس ته وويل،چې نن له غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه د غزني د مرکز اړوند د روضې په سيمه کې په داسې حال کې پر سړک ځاى پر ځاى شوى ماين وچاودېد ، چې له سيمې څخه د عامه ساتنې د پوليسو رينجر موټر تېر شوى و.
دى وايي، چې ماشومانو ته ياده مرګ ژوبله د همدې چاودنې له امله رامنځته شوه .
د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت وايي، چې د پېښې له ځايه دې روغتون ته د يوې ١٦ کلنې نجلۍ مړى او دوه ټپي شوي ماشومان ، چې يو هلک او يوه نجلۍ ده او عمرونه يې د اتو او لسو کلونو ترمنځ دي، وروړل شوي دي.
خو د سيمې اوسېدونکي ادعا کوي، چې ياده مرګ ژوبله د پوليسو په ډزو کې رامنځته شوې ده.
د وژل شوې نجلۍ پلار علي محمد وايي ، د فهيمې په نوم لور يې چې له ښوونځي بېرته کور ته روانه وه، په چاودنه کې نه، بلکې د پوليسو په ډزو وژل شوې ده.
د هغه په وينا، د دوى له کوره شاوخوا دوه سوه متره لرې چاودنه وشوه او وروسته پوليسو ډزې وکړې، چې د ده لور په کې ووژل شوه .
د سيمې يو بل اوسېدونکى محمداکرم هم وايي، له چاودنې وروسته د عامه ساتنې پوليسو ډزې وکړې، چې په پايله کې يې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوه.
خو ولايتي چارواکي دا خبره نه مني.
د يو بل خبر له مخې، د غزني ولايت د زنخان ټپي شوي پخواني ولسوال شېرخان يوسفزي،د درملنې لپاره کابل ته د لېږد پر مهال ساه ورکړه.
د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يوسفزي نن له غرمې وروسته په شاوخوا درېيو بجو کابل ته په لاره ساه ورکړه.
د غزني د زنخان پخوانى ولسوال ، د دې ولايت د ده يک له ولسوال حاجي فضل احمد سره يوځاى د روانې چنګاښ مياشتې په ١٦مه د ده يک اړوند په خشک سيمه کې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې ټپيان شول.
په دې چاودنه کې د هغوى دوه ساتونکي هم ټپيان شول او يو ساتونکى يې ووژل شو.
د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت د معلوماتو له مخې، د ده يک ولسوال، چې د غزني د سولې شورا د سيمه ييز دفتر مشر هم دى، اوسمهال په بګرام کې تر درملنې لاندې دى
Views: 58
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن