ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د چاودنې د مړو شمېره ١٩ ته ورسېده

په هرات کې د چاودنې د مړو شمېره ١٩ ته ورسېده

 هرات (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٢): په داسې حال کې، چې د هرات په اوبې  ولسوالۍ کې پر يوه زرنج (رېکشا) د سړک د غاړې ماين په چاودنه کې د مړو شمېره ‎١٩ ته ورسېده ، ولسمشر کرزي دغه چاودنه په کلکه غندلې ده.

 د ماين دغه چاودنه تېره ورځ مازيګر د اوبې ولسوالۍ په اوتاج سيمه کې رامنځته شوه او سيمه ييزو چارواکو د ١٧ ملکي وګړو د وژلو خبر ورکړى و. په دې کسانو کې ١٢ ښځې، يو نارينه او څلور ماشومان شامل وو.

خو د اوبې امنيه قوماندان سمونوال شيراغا نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وروسته د پېښې په ځاى کې د دوو ماشومانو مړي هم موندل شوي، چې اوس د مړو شمېره ١٩ تنو ته رسېدلې ده.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي وايي، چې په دغه چاودنه کې پنځه ماشومان، يوه ښځه او يو نارينه هم ټپيان شوي ، چې د درملنې لپاره د اوبې او هرات ښار روغتونونه ته لېږدول شوي دي.

د ټپيانو يوه پايواز خداى نظر پژواک ته وويل: (( طالبان تېره ورځ راغلل او موږ ته يې وويل ، چې سيمه پرېږدي، چې عمليات کوي، موږ د اوبې په بازار کې يو کور په کرايه ونيوه او کله چې له کلي څخه په بار وړونکي زرنج کې بازار ته روان وو، په لاره کې چاودنه وشوه.))

 نوموړي زياته کړه، چې پنځه ماشومان او يو نارينه يې د هرات ښار روغتون ته د درملنې په موخه راوړي دي ، خو د نارينه روغتيايي حالت نازک دى.

د اوبې امنيه قوماندان وايي، چې دغه کسان، کوچيان و، چې د اوتاج له سيمې څخه د ولسوالۍ د مرکز خواته روان و، چې له دې پېښې سره مخ شول.

 هغه ادعا وکړه، چې امنيتي ځواکونو په سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې عمليات کړي او هغوى ته يې ماتې ورکړې وه ، له همدې امله د سړک پر غاړه يې ماين اېښى و، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شو.

 له بل لوري دغه چاودنه ولسمشر حامد کرزي د يوه تروريستي او انساني ضد عمل په توګه په کلکه غندلې ده.

په هغه خبرپاڼه کې، چې نن د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک ته را لېږل شوې، حامد کزي ويلي دي:(( طالبانو بيا هم د پرديو د خدمت لپاره د خلکو د تګ راتګ پر لاره د ماين په خښولو سره د روژې  مبارکه مياشت زموږ د هېوادوالو په مړينو او وحشت پيل کړه.))

 حامدکرزي دهرات له نوي والي سيدفضل الله وحيدي سره په ټېلېفوني اړيکه کې هغه ته لارښوونه وکړه، چې د وژل شويو کسانو له کورنيو سره  بېړنۍ مرسته وکړي.

 وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

 

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.