لښکرګاه، اسعد اباد ( پژواک ١٨ چنګاښ٩٢) : د هلمند او کونړ ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٤ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د خانشين ولسوالۍ ولسوال شاه محمود مير دچنګاښ په ١٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن تر غرمې وروسته په درېيو بجو د ولسوالۍ په وزير اباد سيمه کې د ملکي خلکو پر سراچه موټر د ماين چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه ، چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي .
ولسوال وايي، ياده سيمه د ولسوالۍ له مرکز څخه ډېره لرې ده ، چې له امله يې پر وخت ټپيان روغتون ته نه دي لېږدل شوي دي.
شاه محمد مير ددې چاودنې پړه پر وسله والو طالبانو واچوله ، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې ، په کونړ ولايت کې د ملي اردو ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په يوه نښته کې ٩ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کونړ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د دويمې پلې لوا د عامه اړيکو مسوول جګړن هارون يوسفي پژواک ته وويل، چې تېر ماښام په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوه.
هغه زياتوي ، چې په دې نښته کې دوه سرتېري او دوه ملکي وګړي، چې د خوراکي توکو قرارداديان وو، هم وژل شوي دي.
يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل ، چې د مخالفينو په بريد کې اوه ملکي وګړي ټپيان شوي ،چې روغتون لېږدول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.