کابل (پژواک،١٩چنګاښ٩٢): يوه نړيواله سروې ښيي، چې افغانانو د نورو دولتي ادارو په پرتله عدلي او قضايي او د پوليسو ارګانو ته ډېر رشوت ورکړى دى.
دا سروې چې د اتو مياشتو په موده کې په ١٠٧ هېوادونو کې له ١١٤ زره کسانو سره د خبرو پربنسټ د شفافيت د نړيوال سازمان (برلين) له لوري چمتو شوې، په افغانستان کې يې ٢٠٤٠ تنه د فساد او رشوت په اړه پوښتلي دي.
ډېرو پوښتل شويو افغانانو ويلي، چې رشوت او اداري فساد په تېرو دوو کلونو کې ډېر شوى دى.
په دې سروې کې افغانستان د هغو شلو هېوادونو په کتار کې دى، چې د نورو ادارو په پرتله يې قضا تر ټولو ډېره فاسده ده او په دويمه درجه پوليسو ته يې زيات رشوت ورکړل شوى دى.
په دې سروې کې د افغانستان پوليسو، څارنوالانو او قانون پوهانو ته د رشوت د ورکړې يادونه شوې او ٣٠ سلنه کسانو ويلي، چې په قضايي ارګان کې يې د خپلو چارو د ترسره کولو لپاره رشوت ورکړى دى.
په سروې کې راغلي:”کله چې د قانون پر پلي کوونکو مهمو ادارو باور نه وي، چې په شفاف ډول عمل وکړي، نو د قانون د حاکميت بنسټيزه برخه کمزورې کېږي او له قانون څخه معافيت فرهنګ حکومت کوي.”
په دې سروې کې ويل شوي، ډېر خلک باور لري ، چې عام خلک کولى شي له فساد سره د مبارزې په برخه کې اغېزمن ثابت شي.
په دې سروې کې له پوښتل شويو کسانو ٤٦ سلنه يې ويلي ، چې په دولتي ادارو کې د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره يې رشوت ورکړى دى.
په سروې کې پوښتل شويو کسانو ويلي، چې له فساد سره د مبارزې لپاره په لاريونونو کې د ګډون اراده لري.
د شفافيت د نړيوال سازمان له خوا، په دې سروې کې پوښتل شويو خلکو، د افغانستان، کمبوديا، عراق، ليبريا، پاکستان او سيراليون په اړه جدي اندېښنه ښودلې، چې له ٣٩ تر ٧٥ سلنې اداري فساد او رشوت پکې شتون لري.
په سروې کې ويل شوي، په هغو هېوادونو او ټولنو کې ، چې له جګړې راوتلي او يا د انتقال په دوره کې دي د ځمکو په سکتور کې فساد ډېر جدي دى.
دې سازمان ټينګار کړى ، چې ددې هېوادونو د بيارغونې لپاره بايد د ځمکو چارې په سمه توګه اداره شي.