Language

د هرات د روغتيايي علومونو انسټيټيوټ ته نوې ودانۍ جوړيږي

هرات ښار (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٢): په هرات کې د روغتيايي علومو د انسټيټيوټ ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د هرات والي فضل الله وحيدي د چنګاښ په ٢٠مه د دې ودانۍ د بنسټ اېښودو پر مهال په خبرو کې د ودانۍ د چارو پر ښه کيفيت ټينګار وکړ.

هغه زياته کړه، چې د روغتيايي کار کوونکو د روزنې په برخه کې د دغه انسټيټيوټ جوړېدل مهم او ګټور کار دى.

د هرات د عامې روغتيا رييس ډاکټر غلام سعيد راشد پژواک اژانس ته وويل، چې ياده ودانۍ به په څلورو پوړونو کې جوړه او چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي.

هغه زياته کړه، پر دې ودانۍ نږدې ٣٨ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د جاپان هېواد له خوا ورکول کېږي.

راشد وايي، د هرات د روغتيايي علومو د انسټيټيوټ پخوانۍ ودانۍ ۳۲ کاله وړاندې د وخت اړتيا ته په پام سره جوړه شوې وه، چې ځای يې کم او ودانۍ يې هم زړه شوې وه.

د نوموړي په وينا، دا مهال په ياد انسټيټيوټ کې د نرسنګ او قابلګۍ په څانګو کې ۲۷۰ تنه په زده کړو بوخت دي چې ٨٠ سلنه يې نجونې دي.

خو د عامې روغتيا رييس وايي، چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به راتلونکى کال په کې د فارمسي، لابراتوار، غاښونواو اېکسرې څانګې هم پرانيستل شي.

د دغه انسټيټيوټ يو زده کوونکى محمد نادر وايي، چې د ځاى د کموالي او زوړ والي له امله يې د زده کړو بهير له ستونزو سره مخ دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به د محصلينو ډېرې ستونزې هوارې شي.

Related Topics