Language

حصارک ته وسلې او مهمات رسېدلي

جلال اباد (پژواک ٢١ چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي، د ننګرهار حصارک ولسوالۍ ته، چې د ولسوال په وينا د سقوط له ګواښ سره مخ وه، درنې او سپکې وسلې رسول شوې دي.

د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف تېره ورځ ويلي وو، چې دغه ولسوالۍ له ٧ مياشتو راهيسې د وسله والو له لوري کلابنده ده او سره له دې چې ستونزه يې بيا بيا له ولايتي ادارې سره شريکې کړې، خو په اړه يې جدي اقدام نه دى شوى.

معروف وايي، چې دغه ولسوالي يې د خپلو شخصي اړيکو له مخې او د خپلو خپلوانو په واسطه ساتلې، خو که نور دولت ورسره مرسته ونه کړي، کېداى شي سقوط وکړي.

دی وايي، چې په دې ولسوالۍ کې تر زرو زيات بهرني او کورني وسله وال مخالفين فعاليت لري، خو ولسوالي ٤٨ پوليس لري چې ډېره برخه يې د ده کليوال او خپلوان دي.

خو د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ له غرمې وروسته حصارک ولسوالۍ ته سپکې او درنې وسلې او مهمات رسول شوي دي.

دى وايي، چې دا مهال په ياده ولسوالۍ کې هېڅ ستونزه نشته او په دې اړه د ولسوال څرګندونې د احساساتو له مخې وې.

د حصارک ولسوال هم تاييد کړه، چې دې ولسوالۍ ته وسلې او مهمات ور وړل شوي، خو وايي کافي نه دي او نور امکانات هم بايد ورته برابر شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.