Language

د ناروې موسسې تښتول شوي افغان مامورین خوشې شول

هرات ښار (پژواک ۲۱ چنګاښ ۹۲) : په هرات ولایت کې د ناروې موسسې درې تنه تښتول شوي افغان کارکوونکي خوشې شول.

دا کسان لس ورځې مخکې له ګذرې ولسوالۍ د سنوګرد له کلي څخه تښتول شوي وو، پولیسو هغه مهال ویلي وو چې دوی پخپل سر یاد کلي ته تللي وو.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالروف احمدي د چنګاښ په ۲۱مه، پژواک ته وویل چې د تښتولو شویو کسانو په خوشې کولو کې هیڅ ډول معامله نه ده شوې.

د نوموړي په وینا، یاد کسان نن ماسپښین د غوریانو ولسوالۍ دوشاخ غرونوکې وموندل شول او د پولیسو په مرسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د این ار سي په نامه دغه  نارویجني موسسه کورنیو سره حقوقي مشورې او بشري مرستو ترڅنګ لرې پرتو کیلو کې روزنیز پروګرامونه پر مخ بیایي.

خو دا لومړی ځل دی چې د یوې میرمنې په ګډون درې تنه کار کونکی یې تښتول شوي وو.

د هرات د امنیت امر مل پاسوال عبدال حمید حمیدی هم  ددې کسانو خوشې کیدل تایید کړل.