Language

پکتيا او ننګرهار کې د ١٣ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

ګردېز-جلال اباد (پژواک ٢٣ چنګاښ ٩٢): چارواکي وايي، چې د پکتيا په زرمت او د ننګرهار په حصارک ولسواليو کې ١٣ وسله وال وژل شوي دي.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل د چنګاښ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د زرمت ولسوالۍ اړوند سيمه کې د ايساف ځواکونو هوايي بريد ١٢ تنه وژلي دي.

امنيه قوماندان زياتوي، په دغه هوايي بريد کې د سيمې د طالبانو قوماندان همت او ورسره څو نور سيمه ييز قوماندانان هم وژل شوي دي.

د اورياخېل په وينا، ياد ګروپ له ډېره پخوا د بهرنيو ځواکونو هدف و، خو اېله تېره شپه وتوانېدل له منځه يې يوسي.

د سيمې يو اوسېدونکى، چې نه غواړي د امنيتي دلايلو له مخې يې نوم واخيستل شي، پژواک ته وويل، د همت له ګروپ څخه ټول خلک په تنګ وو، خو اوس ښايي د سيمې په امنيت کې ښه والى راشي.

د يو بل خبر له مخې، چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو او امنيتي ځواکونو په نښته کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال د چنګاښ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، بېګا ناوخته د حصارک پر ولسوالۍ د وسله والو له لوري د سپکو او درنو وسلو بريد شوى، چې په ځوابيه ډزو کې يو وسله وال وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

ده زياته کړه، په نښته کې يو عام وګړى هم ټپي شوى خو امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

د سيمې اوسېدونکى محمد نعيم پژواک ته وويل، چې په نښته کې د سيمې يو تن پر ډزو وژل شوى او يو ټپي شوى دى.

ياده دې وي، تېره ورځ د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف پژواک ته ويلي وو، که حصارک ته د مهماتو مرسته ونه رسول شي نو ډېر ژر به له سقوط سره مخ شي.

وسله والو طالبانو د پکتيا او ننګرهار د پېښو په اړه څه نه دي ويلي.