Language

سالنګ لاره به تر ٢ مياشتو په اونۍ کې دوه ورځې او درې شپې تړلې وي

چاريکار (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٢): د سالنګ لويه لار به تر دوو مياشتو، په هره اونۍ کې دوه ورځې او درې شپې د بيارغولو په موخه د ترافيکو پر مخ تړلې وي.

د فوايد عامې وزارت د ودانيزو چارو مرستيال احمدشاه وحيد نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د همدغه پلان له مخې، دغه لاره تېره شپه ١٢ بجې د ترافيکو پر مخ تړل شوې او د چهارشنبې د سهار تر شپږو بجو به تړلې وي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د سالنګ د لارې د بيارغونې په موخه به تر شپږو اونيو په هره اونۍ کې دوه ورځې او درې شپې دغه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې وي.

د سالنګ لويه لاره چې په ژمي کې د سختو واورو له امله کله نا کله بنده وي او خلک له ستونزو سره مخ کوي، د هېواد مرکز له شمالي ولايتونو سره نښلوي او ګڼ شمېر موټر پرې تګ راتګ کوي.

د لارې د بندېدو په وخت کې د سالنګ دواړو لورو ته په لږ وخت کې ګڼ شمېر موټر تم کېږي.

خو د پروان د جبل السراج ولسوالۍ د ښارګوټي د ترافيکو مدير وايي، دغه ځل د لارې په تړلو سره ځکه په جبل السراج کې د موټرو ګڼه ګوڼه نشته، چې د لارې د تړل کېدو په اړه مخکې اعلان شوى او خلک خبر دي.

د سالنګ د لويې لارې د تړل کېدو په صورت کې خلک کولاى شي د باميانو د شيبر کوتل له لارې شمالي ولايتونو ته سفر وکړي، خو دغه لاره د سالنګ په پرتله اوږده ده.

احمدشاه وحيد وايي، چې د سالنګ د لارې د بيارغونې مقدماتي چارې شاوخوا ٧ مياشتې مخکې پيل شوې او د دې پروژې ټول ١٣ ميليونه امريکايي ډالره لګښت ايساف ورکوي.

Related Topics