Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر کرزي په ٢٠ کاله بند محکوم  نيپالۍ وګړى وباښه

کابل ( پژواک ٢٤ چنګاښ ٩٢ ) : ولسمشر حامد کرزي په ٢٠ کاله بند محکوم  نيپالۍ وګړى بښلى او هغه يې خوشې کړى دى.

نيپالي رسنيو دچنګاښ په ٢٤مه، په اسلام اباد کې د نيپال د سفارت په حواله خبر ورکړى، چې دغه نيپالى وګړى تيلاک بهادر تهاپا نوميږي او څلور مياشتې مخکې په هلمند ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا نيول شوى و.

سرچينې زياته کړې، چې نوموړي په يوه خصوصي شرکت کې د امنيتي ساتونکي (ګارډ) په توګه دنده ترسره کوله، چې له يو شمېر نورو کسانو سره د جاسوسۍ په تور نيول شوى او محکمې پرې د ٢٠ کلونو بند حکم کړى و.

په اسلام ابادکې د نيپال سفارت  له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د نيپال لومړي وزير بابورام بهاتاريا په دې اړه ولسمشر حامد کرزي ته يو ليک استولى و او دهغه د بښنې غوښتنه يې ترې کړې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي دغه غوښتنه ومنله او ياد نيپالى پرون  ديکشنبې په ورځ تر خوشې کېدو وروسته د کابل له هوايي ډګر څخه د دوبۍ له لارې خپل هېواد ته ستون  شو .

د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.