غزني ښار(پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۲) په غزني او پکتيا ولايتونو کې د عملياتو او هوايي بريد په ترڅ کې له شلو زيات وسله وال طالبان ووژل شول.
د غزني د والي سکرټر نبي جان پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار کله چې ملې پولیسوغوښتل دغزني خوګیاڼواو رشیدانو ولسوالیوته اکمالات ورسوي، دخوګیاڼو ولسوالۍ د تنګي په سیمه کې د وسله والو طالبانو تربرید لاندې راغلل.
هغه زياته کړه، چې نښتې نږدې دوه ساعته دوام وکړ، چې په ترڅ کې يې یو پولیس وژل شوی او درې نورټپیان دي،خو وروسته سیمې ته د بهرنیوځواکونو چورلکې راغلې او پر وسله والو يې هوايي برید وکړ ، چې له امله يې له لسو زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي.
نبي جان وايي، چې په دې بريد کې زیات شمېر وسله وال طالبان ټپیان شوي هم دي، خو د ټپيانو شمېر يې په ګوته نه کړ.
په پکتيا او غزني ولايتونو د نورو بېلابېلو پېښو له امله ١٠ وسله وال مخالفين هم وژل شوي دي.
د۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ډګروال احمدجان مُخلص پژواک ته وویل، چې د پکتيا د زرمت ولسوالۍ د ايمن خېلو په سيمه د ملي اردو په عملياتو کې د عبدالبصير همت په نوم د حقاني شبکې د يوه قوماندان په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.
مُخلص زياته کړه، چې له وژل شويو کسانو څخه وسلې او د ځينو سيمو نقشې هم ترلاسه شوې دي.
دهغه په وينا، په دغو عملياتو کې بهرنيو ځواکونو ګډون نه درلود.
خو نوموړي وويل،چې تېره شپه بهرنيو ځواکونو د غزني ښار اړوند د نيازيو باغونو په سيمه کې هوايي بريد ترسره کړى، چې په پايله کې يې د دوو پاکستانيو وګړو په ګډون پنځه وسله وال هم وژل شوي دي.
دده په خبره، په دغو دواړو عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي .
د یوبل خبر له مخې، تېره شپه دغزني په اندړو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې پکې دواړو لوريوته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیمې یوه اوسیدونکي لعل محمد پژواک ته وویل، چې نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو طالبانوغوښتل دعلم خېلو په سیمه کې روژه ماتی وکړي، چې د ولسې پاڅون کوونکوتربریدلاندې راغلل.
لعل محمد وايي، چې نږدې نیم ساعت له دواړو لورو سپکې اودرنې وسلې کارول کېدې .
د هغه په خبره،ده په خپله د وسله والو طالبانو دوه مړي لیدلي،خو یوه پاڅون کوونکي محمداکرم پژواک ته وویل ،چې په دې نښته کې څلور طالبان او دوه د دوی ملګري وژل شوي دي، خونوموړي په دې اړه نورمعلومات ورنکړل.
وسله والو طالبانو ددغو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.